ژباړن؛فضل الرحمن اغا
• ترهغه وخته پورې چې ډېر ضرورت درته پېښ نه شی پاچا ته مه ورځه تر څو عزت او پت دې ترپښودلاندې نشی.
• داسې باید ونه شی چې دحکومت له وېرې دحق او خپلې رایې مخالف عمل وکړې.
• دهېچا د مقام او حکومت په وړاندې د حق ویلو څخه ډډه مه کوه اوپه زړورتیا سره حق ووایه ځکه چې د حق مرستندوی الله (ج) دی.
• هغه خدمت او دنده چې په ځان کې یې داجرا کولو توان نه لرې هېڅکله مه اختیاروه.
• که کوم شخص په شریعت کې بدعت پیداکړی په ښکاره توګه یې غلطی ونیسه تر څو نور خلک د هغه په تقلید او تعقیب کې جرئت ونه کړی.
د علم زدکړه په ټولو شیانو مقدمه وګڼه.
• کله چې تاته د علم د زدکړې په شغل کې وخت پیداشی بیا نودمال پیداکولو لپاره هم همت وکړه ځکه چې د علم اومال حصول په یوه وخت کې مشکل کار دی.له علم وروسته محمدی سنت پرځای اونکاح وکړه خوپه هغه وخت کې چې تاته د کوردارۍ د ټولو ضروریاتو د پوره کولو قدرت حاصل شی.
• په مسجد او لاره کې له خوړلو ډډه وکړه.
• څوک چې له تاڅخه کومه مسئله پوښتی ځواب یې په حقه سره ورکړه او دځانه په پوښتنه کې نور څه مه یوځای کوه.
• په عقایدو کې له عوامو سره بحث مه کوه.
• له خپلو شاګردانو سره درسی سلوک او رفتار وکړه تر څو خلک فکر وکړی چې ستا اولادونه دی.
• په علمی بحثونو کې داسې خبرې وکړه چې دې هغه پوره ثبوت په لاس کې ولرې.
• که کوم بل ځای یا ښار ته ولاړشئ نو د هغه ځای له عالمانو او فاضلانو سره داسې مجلس او صحبت وکړه چې دهغو په فکر کې له تاسره رقابت پیدا نه شی.
• دمناظرې په وخت کې له زړورتیا او خپلواکۍ څخه کار واخله د خوف او ډار یوې ذرې ته په زړه کې ځای مه ورکوه کنه نو فکر دې خرابیږی او ژبه دې لړزیږی.
• کوم خلک چې دمناظرې او بحث په ادابو نه پوهیږی او له حق څخه عملا ً انکار کوی له هغو سره هېڅکله بحث مه کوه.
• د تګ په وخت کې ښئ او کیڼې خواته ډېر مه ګوره.
• په خبرو اترو کې ترخه خبره مه کوه او غږ دې ډېر مه پورته کوه.
• کوم خلک چې ستا ملاقات ته راځی دهغو په مخ کې علمی مسائل ذکر کړه.
• په لمانځه کې دامکان تر حده امامت مه غوره کوه.
• په هر خبره کې تقوا او امانت خپله تګلاره وګرځوه .
• کله چې دې آذان واوریده په بېړه لمانځه ته ځان تیار کړه.
• په هر میاشت کې درې څلور ورځې د روژې نیولو لپاره وټاکه.
• هره ورځ له لمانځه وروسته دقرانکریم تلاوت وکړه.
• له دنیا سره ډېره مینه مه کوه.
• د قرانکریم تلاوت مه قضا کوه.
• د قبرونو زیارت ته ډېر لاړ شه.
• له لهو او لهب څخه پرهېز وکړه.
• او د کاونډیان عیبونه ته دستر په سترګه وګوره.
ومن الله التوفیق
الله ج دی توفیق راکزی