شعـــــرونه

غزل/ سعادت کليوال

سعادت کليوال
ژوند لکه خوب د ځوانیتوب یوه شیبه تېره شوه
ته وا ناتاره د دریاب یوه څپه تېره شوه

نن سره ناست وو خو صبا ته مو یو بل یادوول
وخته دا هر څه حقیقت وو که قصه تېره شوه

يوه بوډا د ژوندانه په اړه دومره ویل
بس یوه شپه وه یوه ورځ وه په غصه تېره شوه

دا په ګردونو خړ یادونه باد له کومه راوړل
نن می له سترګو د ژوندیو هدیره تیره شوه

ستا د لیدو او د راتلو په خوږو هیڅ پوه نشوم
لکه د شړکنده باران یوه لمحه تیره شوه

چه سعادت پکې له خدایه نوره هېڅ نه غوښتل
هغه ورځ هم لکه د ورځې میلمنه تېره شوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x