کرکټ: افغانستان او پاکستان نن نیمه پایلوبه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ وری، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ملي الف لوبډله نن د اسیا رادبره کېدونکو یا ایمرجنګ کپ سیالیو په نیمه پایلوبه کې پاکستان سره مخامخیږي.

افغانستان تېره ورځ په دغو سیالیو کې قوي لوبډلې هند ته په دوو ویکټو ماتې ورکړه او وتوانېد چې نیمه پایلوبو ته ووځي.

تر دې دمه افغان لوبډلې د ټولو درې لوبو له منځه دوې ګټلي او یوه یې د سري لنکا پر وړاندې بایللې ده.

د هند څخه تر سیالۍ ګټلو وروسته د پاکستان په نسبت د افغانستان مورال لوړ ښکاري. افغانستان سري لنکا مقابل کې خورا ښه لوبه وکړه، مالیزیا او هند لوبډلې یې په اسانه ماتې کړې.

خو بل لوري ته پاکستان بیا هانګ کانګ او نيپال په څېر کمزور لوبډلو ته ماتې ورکړي او بنګلادیش سره یې سیالي هم برابره شوې ده.

افغانستان تر دې وړاندې هم د اسیايي لوبو په شپاړسم پړاو کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه او پایلوبې ته وتلی و.

همدا راز تېر کال ۱۹ کلنو څخه ټيټو هم پروسږکال پاکستان ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د