
ویسټ انډيز له افغانستان سره سیالیو مهالویش اعلان کړی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ وری، ۱۳۹۶ل): د ویسټ انډیز کرکټ بورډ تېره ورځ د افغانستان سره د درې یو ورځېنیو او درې شل اوریزو لوبو سیریز مهالویش اعلان کړ.
تر دې وړاندې افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ بورډونو په ۵ یو ورځېنیو او ۳ شل اوریزو لوبو په ترسره کولو موافقه کړې وه.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان د ویسټ انډیز سره د کرکټ یو ورځېنیو او شل اوریزو لوبو سیریز ترسره کوي.
د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ لوبې به په جون میاشت کې د چمپينزټرافي سره هممهاله ترسره شي. ویسټ انډیز د ۲۰۰۴ راپدېخوا تر دې دمه هېڅ سیریز نه دی ګټلی او له همدې کبله په چمپینز ټرافي کې تر لوبېدو هم پاتې شوی دی.
د کریک انفو د راپور له مخې شل اوریزې لوبې به د جون پر ۲مه او یو ورځېنۍ لوبې به د جون پر ۹مه پیل شي.
د ویسټ انډيز کرکټ بورډ یو مسوول د افغانستان سره د کرکټ لوبو سیریز مهم ګڼلی دی. هغه زیاته کړې چې افغانستان اوس د آی سي سي په درجه بندۍ کې مخ پر وړاندې روان دی او د ۲۰۱۹ز کال د نړیوال جام ته د وتلو په درشل کې دی.
ویسټ انډیز او افغانستان تر دې دمه یوه شل اوریزه لوبه کړې چې هغه هم افغانستان په ۶ منډو ګټلې ده.