سامسنګ ګلیکسي ایس ۸ او ایس ۸ پلس بازار ته وړاندې کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ وری، ۱۳۹۶ل): سامسنګ تېره ورځ ګلیکسي ایس ۸ او ایس ۸ پلس په نیویارک کې بازار ته وړاندې کړل.

ګلیکسي ایس اته ۵٫۸ او ګلیکسي اته پلس ۶٫۲ انچه اسکرین لري. پر دې سربېره دواړه مبایلونو کامرې د پخوا په نسبت نورې هم ښې شوي دي، د شا کامره یې ۱۲ میګاپیکسله او د مخې یا سیلفي کامره یې ۸ میګاپیکسله ده. همدا راز د مخې کامره یې اټوفوکس اسانتیا هم لري.

سامسنګ کمپنۍ ویلي چې دا مبایل یې تر دې دمه تر ټولو قوي مبایل دی چې په کې ۸۳۵ اسنیپ ډراګون پراسیسر دی، ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي داخلي میموري ده چې ورسره تر ۲۵۶ جي بي پورې میموري کارت هم اچول کیږي.

په ګیلکسي ایس ۸ کې ۳۰۰۰ او په ایس ۸ پلس کې ۳۵۰۰ mah بیتري ده.

د تلیفون د خلاصولو لپاره IRIS اسکینر لګیدلی چې پر مټ یې کولای شئ د سترګو په وسیله مبایل خلاص کړئ، همدا راز مبایل ستاسو د څهري پېژندنه کولای شي چې له مخې یې یو څو محدودیتونه چې د قلف له کبله لګیدلي خلاصېدلای شي.
دواړه مبایلونو کې اوبه او ګرد هم نه ځي او تر ډیر وخته که په اوبو کې واچول شي هېڅ اغېز پرې نه کوي.

د ګلیکسي ایس ۸ نرخ ۷۵۰ ډالر او د ایس اته پلس نرخ ۸۵۰ ډالر ايښودل شوی دی.