دسوني شرکت د ۱۰۰ میلونو ګډونوالو شخصي مالومات غلا سول

PS4_Helmetنن ټکی اسیا: جاپاني سوني شرکت امریکايي کانګریس ته لیک استولی، او غوښتنه يې ځینی کړې چي هغه هاکران چي څو ورځي مخکي د سوني شرکت د ۱۰۰ ملیون ګډون والو مالومات يې غلا کړه.

سوني وویل چي دوي یو داسي فایل په خپل کمپیوټرانو کي موندلای چي سرلیک يې دی، انونیموس، او په کښي لیکل سوي چي مونږ یو ټولنه یو.

د سوني شرکت وویل چي لومړی دوی په منظمه توګه پر سوني باندي برید وکړ، او کله چي سوني د دوی د برید د شنډولو په کار بوخته وه، دوي زمونږ د ۱۰۰ ملیونو لوبه کوونکو شخصي مالومات او د کریډیټ کارډ مالومات غلا کړه.

د سوني رييس هیراي وویل چي د سوني شرکت یو شمير شرکتونو د څو وخت راهیسي د انونیموس له خوا تر برید لاندي راځي، ځکه چي سوني څه وخت مخکي په امریکا د ځینو هاکرانو په ضد امریکايي محکمي ته رجوع کړې وه.

خو نومړي زیاته کړه چي د پلاي سټیشن د استعمالوونکو د شخصي مالومات غلا یو جلا پيښه وه، او سوني تر اوسه په دې یقین نه لري، چي ایا دا غلا د هغه مخکني بریدونو سره تړاو لري کنه.

سوني اعتراف وکړ چي دوی د پلای سټیشن په شبکه کي د تجسس په اړه په ۲۰ اپریل باندي خبر سوي وه، مګر سوني شرکت تر ۲۹ اپریل پوري دغه خبره پټه ساتلې وه، او خپل مشتریان يې نه وه خبر کړې.

د بلي خوا د امریکا د عدليې وزیر ویلي چي امریکا دغه قضیه په جدي توګه څاري، او په اړه يي تحقیقات روان کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.