افغانستان

په نورستان کي د غنمو ویش او ولسي نماینده ګانو نیوکه

د نورستان ولایت د طبیعی پیښو په وړاندي د مبارزي اداری لخوا شاوخوا ( ۳۰۰۰ ) ټنه غنم ځایی خلکو ته د کار په بدل کي ورکول کیږي .

د نورستان والي تمیم نورستاني او د طبیعی پیښو په وړاندي د مبارزي اداري چارواکو لخوا کابل څخه راغلي پلاوي ته معلومات ورکړل شول
له کابله راغلي پلاوي غوښتنه وکړه چي د غنمو ویش باید شفافیت ولري .

د کرني مالدارۍ او اوبولګولو وزارت مرستیال په مشرانو جرګه کي د نورستان استازۍ حافظ عبدالقیوم په ولسي جرګه کي ددي ولایت استازۍ مولوی احمدالله موخد د طبیعي پیښو په وړاندي د مبارزي ریس کاکړ او همدارنګه د یو شمیر نورو وزارتونو استازو نورستان څخه لیدنه وکړه او د خلکو ستونزی يی له نږدي واوریدی

نورستان والي تمیم نورستاني راغلي پلاوي ته د شاوخوا ( ۳۰۰۰ )  ټنه غنمو په اړه معلومات ورکړل چي  طبیعي پیښو په وړاندي د مبارزي لوی ریاست لخوا نورستان ته ورکړل شوي .

نورستانۍ وایي چي یاد غنم کلیوالو شورا ګانو له لاري کاریګرو ته ورکول کیږي او په بدل که به یی په خپلو سیمو کي ویالي سرکونه پلونه او استنادي دیوالونه جوړوی .

بل طرف ته یو شمیر ولسي استازي نیوکه کوي چي یاد غنم په کمه توګه په غریبو ویشل شوي .

 د نورستان ولایت د ولایتي شورا مرستیال عنایت الرحمن وايي چي یاد غنم باید په اړو خلکو وویشل شي .

دده په وینا چي که څه  هم یو شمیر خلکو ته غنم ویشل شوي ولي د طبیعي پیښو په وړاندي د مبارزي اداري لخوا یاد غنم په غریبو نه دی ویشل شوي  
همدارنګه د طبیعي پیښو په وړاندي د مبارزي لوی ریس ( کاکړ ) د نورستان والي څخه مننه وکړه چي د غنمو ویش يي د کار په بدل کي ترسره کړي .

نوموړي بیا هم په نورستان کي د طبیعي پیښو په وړاندي مبارزي شته اداره ملامته کړه چي پر وخت او غریبو خلکو ته یی غنم نه دي ویشلي .
بل پلو په مشرانو جرګه کي د نورستان استازي خافظ عبدالقیوم او ورسره پلاوي ولسي خلکو سره لیدنه وکړه دوي د غنم د ویش په اړه پوښتني کولي چي  زیاتو یي ویل غنم ورته رسیدلي خو ځینیو ویل چي لا تر اوسه دوي ته غنم نه دي رسیدلي .

د یادولو وړ ده چي په داسي pال کي نورستان ته  د غنمو د ویش په اړه پلاوی راځي چي تیر کلونه یاد ولایت ته د طبیعی پیښو په وړاندي د مبارزي اداري لخوا په ډیره کمه توګه غنم ورکول کیدل خو سږ کال دا شمیر ډیر وه او شاوخوا ( ۳۰۰۰ )  ټنه غنم دي ولایت ته ورکړل شوي.

زرداد شینواری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x