fbpx

دفلکي علومو لارښود (27) داسماني قطبینو، قطبي ستوري او دب اکبر پېژندنه

مفتي احسان اللّه

اسماني قطبین (Celestial Poes):

داساني لپاره دفلک او فضا علماو، اسمان هم یو کره فرض کړي ده، اسماني کره هم دزمکي دکرې په شان دوه قطبین لري، چې دزمکني قطب شمالي پر برابر اسماني قطب شمالي دی، او دجنوبي قطب پر برابر اسماني قطب جنوبي واقع دی.

فایده:

اسماني قطب شمالي یوازي هغه چا ته ښکاري، چې دزمکي پر شمالي کره موجود وي، یعني هغه څوک چې دزمکي پر جنوبي کره وي، هغوی ته یوازي اسماني قطب جنوبي ښکاريږي.

دقطب شمالي دمعلومولو لپاره دقطبي ستوري (Pole Star) اهمیت لا زیات دی، ددې ستوري پر برابر باندي حقیقي شمال موجود دی، قطبي ستوری له موږ نه 430 نوري کاله ليريوالی لري، دا ستوری ډیر لوی دی، خو دزیات واټن له وجي موږ ته په خپل کیفیت نه ښکاري، دمصر مشهور فلک پوه أ.د/ أشرف لطيف تادرس وايې: ددغه ستوري قطر دلمر تر قطر سل ځله لوی دی، او رڼا يې دلمر تر رڼا په پنځه زره واره زیاته ده.

فاده:

قطبي ستوری دجغرافیايي شمال پر برابر واقع دی، او همیشه دقطبي ستوري زاویه ارتفاع، دعرض بلد سره برابره وي، مثلا: که دیو ځای عرض بلد 33.05 درجي وي، نو په دغه ځای کې دقطبي ستوري زاویه ارتفاع هم 33.05 درجي ده، په قطب شمالي کې قطبي ستوری پر سمت راس برابر وي، یعني 90 درجو زاویه جوړه، نو دهغه ځای عرض بلد هم 90 درجې دی.

قطبې ستوری (Pole Star):

دزمکي دمحور دشمال پر برابر د 90 درجې پر زاویه موجود ستوري ته، نجم قطبي، یا قطبي ستوری ویلکیږي، ددې ستوري پر شاوخوا باندي اسماني کره متحرکه ده، دا ستوری پر ځای ولاړ ښکاري، چونکه دا ستوری دزمکي دمحور پر برابر موجود دی، نو ځکه همیشه په لغړو سترګو ښکاري، داساسي جهاتو په معلومولو کې ددغه ستوری اهمیت له هیچا هم نه دی پټ، ځکه دغه ستوری دقطب شمالي پر برابر دی، البته قطبي ستوری دهمیشه لپاره نجم شمال نه شوای پاته کېدلی، ځکه دزمکي محوري زاویه په حرکت کې دی، له دې نه وړاندي نسر واقع او نجم ثعبان قطبي ستوري ول.

دقطبي ستوري (Pole Star) موقعیت:

دنجم شمالي دپېژندلو لپاره دستورو دهغو مجموعو پېژندنه اړینه ده، د کومو په ذریعه چې قطبي ستوري نشاندهي کیږي، ددې لپاره تر ټولو زیات دستورو مشهوره مجموعه دب اکبر، دب اصغر او ذات الکرسي ده، ددې په واسطه په ډیره اسانۍ سره کولای شو، چې قطبې ستوری دزمکي پر شمالي کره په هر ځای کي وپېژنو.

دب اکبر یا بنات النعش الاکبر:

دقطبي ستوري دپېژندلو لپاره تر ټولو مشهوره دستورو ټولۍ ته دب اکبر ویلکیږي، دب اکبر داسماني کرې په شمالي برخه کې واقع دی، په ټولو ستورو کې دډیر شهرت خاوند دی، له قدیمي زمانې نه دعلم فلک ماهرینو ددب اکبر په واسطه دنورو ستورو دځای ځایګی معلومولو لړۍ جاري ساتلي ده، دا مجموعه پر اوو ستورو مشتمله ده، په عربي کې ورته بنات النعش وايې، (په عربي کې بنات دلورانو او نعش دجنازې په معنی ده) څلور مربع ستورو ته نعش او له شا يې درې ستورو ته بنات ویلکیږي.
او دبناتو اخيرني ستوري ته قائد او منځني ته يې عناق وايې، دعناق نه لږ پورته یو خپ ستوری دی، خلګ دنظر دامتحان لپاره ورته ګوي، هغه ته سُها وايې، سُها په عربي اشعارو کې زیات شهرت لري.

مشهور عربي ضرب المثل دی: “ أُرِيها السُها وتُرِيني القمر

دبنات نعش ودوو ستورو ته هادیین یا دلیلین (Pointers) وايې، ځکه ددغو دوو ستورو پر برابر خط مستقیم سېده دقطبې ستوري نشاندهي کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د