نظــر

د نظرمحمد مطمئن کتاب «طالب مشرانو سره شپږ ورځې» ته لنډه کتنه

لیکوال: عبدالله

د افغانستان د سولې هڅې او خنډونو اړوند تازه له چاپ څخه راوتلی کتاب (طالب مشرانو سره شپږ ورځې) د لیکوال او شناند نظرمحمد مطمئن لخوا لیکل شوی. په کتاب کې د پنځو ډیرو مهمو غونډو جزیات لیکل شوې، او له دي سره سره د سولې اړوند د لیکوال لخوا ځینې داسي معلومات هم خپاره شوې، چې تر دي له مخه ورسره پټ ساتل شوې وو.

د کتاب په سریزه کې لیکوال لیکې: “طالب مشرانو سره شپږ ورځې – د ۲۰۱۶ په وروستۍ نيمايي کې د افغانستان د سولې اړوند د پنځو مهمو غونډو ياداښتونه او خاطرې دي. په دغو ناستو کې د روانې کشالې مستقيمو او غير مستقيمو او درېيمګړو اړخونو، داخلي او بهرنيو لوريو ګډون کړی وو. زه هم د دغو غونډو ويناوال او ګډونوال وم. ماته د دغو غونډو اهميت په دې کې و چې د لومړي ځل لپاره مې په خورا صراحت سره د جګړې د ښکېلو او له سولې سره د لېواله اړخونو نظرونه اورېدلي. ډېر نظريات راته هېښوونکي وو. دقيق ياداښتونه مې ونيول. څرنګه چې مې تېره يوه نيمه لسيزه د سولې له هڅو سره لېوالتيا وه، او خپله مې هم په دې لاره کې هڅې نه دي سپمولې، نو دغه ډول مهمو غونډو او صريحو نظرياتو ته زما لاسرسی، زما په ګومان کمساری و. ځکه مې وپتېيله چې دغه نظريات بايد له ولس سره شريک شي تر څو د سولې د روانو هڅو، هيلو او ګواښونو په اړه مو د عام ذهنيت له روښانتيا سره مرسته کړې وي.

د دغو غونډو د تسلسل په پيل کې، ما داسي انګیرلي وه چې یوازې په قطر کې له طالب مشرانو سره د ناستو ( ۲۹ نومبر – ۲ ډسمبر ۲۰۱۶) اړوند وړوکی کتاب ولیکم، کله چې له قطر څخه موږ شپږ تنه (ډاکټر فیض محمد ځلاند، دکتور عبداللطیف نظري، ښاغلی اسد وحیدي، ښاغلی میرویس ستانکزی او ښاغلی شاپور بختیار) راستانه شوو، د امریکا سفارت کې د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر پر ۵مه نیټه له امریکايي ډیپلوماټانو سره ناسته، د ملي امنیت له لوی رئیس او مرستیال، دا ډول د امنیت شورا له غړو سره د ډسمبر پر ۱۲مه ناسته، د پګواش –کابل غونډه د ډسمبر پر ۱۳مه او بیا په کندهار کې د سولې چېغه تر نوم لاندي ناستو ( ۱۷ – ۱۸ نومبر ۲۰۱۶) کې زما او ځینو ملګرو ګډون په ډیر لنډ وخت کې یو پر بل پسې وشو. دغو ناستو په ټوله ییز ډول دا فرصت راکړ، چې د جګړې له ټولو ښکېلو لوریو سره په لنډ وخت کې بحثونه ولرو. له همدې امله مې وپتېیله چې د یادو پنځو مهمو غونډو خبرې د لوستونکو مخې ته کښېږدم. ”

کتاب د پورته پنځو مهمو ناستو د جزیاتو سربیره سریزه، د ناستو پر مهال ګډ ټکي، د سولې ګډې وډې هڅې (هيلې، اندېښنې او ځينې وړانديزونه )، لومړۍ خبرې، د طلوع ټلویزون ادارې سره ناسته، د قطر پر لور او د پای خبرې تر عنوانو لاندي هم ډیر څه لري.

د کومو کسانو نومونه چې په کتاب کې یاد شوې، د کتاب په وروستۍ برخه کې یې لنډه پېژندګلوي هم شته، او ډیره برخه یې طالبان او دولتي چارواکې دي.

د نظرمحمد مطمئن یاد کتاب به ننګونکی ځکه وي چې د ځینو داسي پيښو یادونه یې کړي چې لاهم له ولس څخه پټې ساتل شوې وي، نو ځکه خو لیکوال هم خپله انديښنه په دي برخه کې په دي ډول څرګنده کړي:

” زه پوهیږم چې د کتاب په لوستلو به د افغان حکومت ځینې چارواکې او ځینې پلویان، د طالبانو ځینې غړي او ځینې پلویان او دارنګه ځینې افغان سیاستوال ګیله من شي، ولې د دي لپاره چې ولس ته حقایق وړاندي شي، له همدې امله مې د کوم لوري او یا شخص مراعت نه دی کړی. ”

تر ډیره هڅه شوې چې کتاب معیاري بڼه ولري، او لیکوال د ناپېلتوب هڅه کړي، د جګړې په ښکېلو لورو د تبصرو په مهال یې د کوم لوري مراعت کول نه تر سترګو کیږي.

د یاد کتاب یوه ځانګړتیا داهم ده، په کوم ځای کې چې د غونډي د کوم ویناوال د خبرو له امله پوښتنې او یا هم تشریح ته اړتیا پيدا کیږي، لیکوال یې په اړه تبصره کړي، او یا خو یې د پاڼو په پای کې تشریح ورکړي ده.

د کتاب ډیره برخه په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره د ناستو، په کابل کې د پګواش غونډه او په کندهار کې د سولې چېغې تر نامه لاندي د لويې غونډې جزیات دي.

د کتاب په وروستۍ برخه کې د (پای خبرې) ډیرې مهمې دي، چې د سولې په لاره کې د ننګونو او پېچلتياوو اړوند یې ۹ مادې لیکلي، موږ یې لومړۍ ماده له تاسي سره شریکوو:

افغان حکومت هڅه کوي چې نړیوالو ته طالبان د یوې نظامي او اورپکي ډلې په توګه وروپېژني، طالبان هڅه کوي چې نړیوالو ته وښيې چې دوی بشپړ سیاسي نظام لري، قوي سیاسي لیدلوری لري، او پوځي اړخ کې د اړتیا پر بنا عمل کوي. نړیوال هم لیوالتیا لري چې طالبان له نظامي ګوښیتوب څخه راووځي او په سیاسي برخه کې رول ولوبوي.

دا ډول د سولې راتلونکی لرلید هم د لیکوال له خوا په ۱۰ مادو کې خلاصه شوی، موږ یې دلته لومړۍ ماده را اخلو:
که د افغانستان جګړه قابو نه شي، د سوریې د جګړې تکرار هم شونی دی، امریکا غواړي چې د پاکستان اټومي وسلې تر څار لاندي راولي، او پاکستان هم په دي برخه کې د امریکا او نړیوالو نفوذ او دخالت ته لاره اواروي، داسي چې پنجاب وار له مخه بلوڅان د ځان دښمنان ګرځولي، اوس یې په پاکستان کې د مېشتو پښتنو دښمني پېل کړي ده.

طالب مشرانو سره شپږ ورځې کتاب په کابل کې چاپ شوی، تر دي مهاله یواځي په کابل کې له اکسوس کتابپلورنځي څخه ترلاسه کیدای شي، امید شته چې د هیواد په نورو لویو ښارونو کې هم کتابپلورنځیو ته ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdur Rahim Darwesh

I want the book of Nazar Muhammad Mutmain in PDF. Can you e-mail me?

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x