هغه درملنه چې مونږ يې دسرطان په مخنیوي کې کله فکر هم نه و کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): جدیدو او پرمختللو څیړونو وښودله چې ناروغ ته په لوړ مقدار ویټامین (سي) ورکول د سرطان دناروغۍ مخنیوی کوي، ډاکټران وايي په لوړ مقدار سره ویټامین (سي) دستنې (پیچکارۍ) له لاري دانسان په وینه  کې  لګول دسرطان ناروغۍ دحجرو (سلولو) په بدن کې دخپریدلو او غوړیدلو مخه نیسي او له منځه يی وړي.

که څه هم ویټامین (سي) په ډيرو میوو کې لکه نارنج، لیمو، فراوله او بروکلي کې په ډير مقدار سره موندل کیږي، او ډاکټران دسرطان ناروغان او نور ټول هغه ناروغان چې بدن يې ویټامین (سي) ته اړتیا لري د دغو میوو په خوړولو سره توصیه کوي.

خو د ویټامین (سي) کوم مقدار چې ډاکټرانو اوس تیار کړی او د سرطان ناروغانو ته یې دپیچکارۍ په واسطه ورلګوي د ویټامین (سي) تر نورو ټولو خوراکونو چې له دې څخه وړاندي ډاکټرانو دسرطان ناروغانو ته ورکول زر کرته زیات دی، یعني له جدید تحقیق او څیړني څخه وروسته چې د ویټامین (سي) کومه پیچکارۍ ډاکټرانو تیاره کړې، دا له هغه مقدار ویټامین (سي) څخه زر چنده طاقتوره ده کوم چې له نوې څیړنې څخه وړاندي ډاکټرانو دسرطان ناروغانو ته ورکول.

دسرطان د ناروغۍ په اړه نوې څیړنه له هغه څخه وروسته په کانسر سیل ژورنال کې خپره شوه کله چې ډاکټرانو د۱۱ تنو ددماغ په سرطان اخته کسانو ته دغه پیچکارۍ ور ولګوله او ښه پایله يې ترلاسه کړه.

ډاکټران وايی داسي باید ونه شي، چې دسرطان ناروغ بس یواځي دویټامین (سي) پیچکارۍ په لګولو باندي بسنه وکړي، بلکي کیمیاوي درملنې ته دي دوام ورکړي، ځګه دغه پیچکارۍ که له یوې خوا خپله ډیر کار کوي له بلي خوا بیا دکیمیاوي علاج په پرمختګ او موثروالي کې بارز رول ادا کوي، او ناروغ باید تر نهو میاشتو پوري هره اونۍ کې یوه پیچکارۍ ولګوي.

ډاکټرانو ددغې پیچکارۍ دناروغ پر بدن باندي دمنفي اثراتو په اړه ویلي، چې کوم خاص او تاوانی منفي اړخ نه لري، یواځي دناروغ دخولې وچیدل ورسره پیل کیږي، تنده محسوسه وي او د شپې لخوا يی بولي کولو ته دپخوا په پرتله لږ زیاته اړتیا پیدا کیږي.

باید وویل شي چې دسرطان ناروغي په ډيرو انواعو او اقسامو دنړۍ د هر ګوټ په انسانانو کې موندل کیږي او د نورو ناروغیو په پرتله ډيره مرګوني او لا علاجه ناروغي ده، ډاکټران هم کوښښ کوي ترڅو ددغي مرګونې او مهلکي ناروغۍ لپاره کومه درملنه ومومي، د څیړونکو او ډاکټرانو دا نوی انکشاف یو ښه پرمختګ بلل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د