
چین پر ږیره او لنګوټې بندیز ولګوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): د چین حکومت چې د مسلمانانو پر خلاف په سخت دریځۍ سره مشهوره ده، د یوې نوي پریکړې سره سم یې د سینکیانګ پر مسلمانانو د لنګوټې تړلو او ږیره پرېښودلو بندیز لګولی دی.
د چین په سینکیانګ ایالت کې د ایغور مسلمانان اوسیږي چې په چین کې اقلیت بلل کیږي او پر خلاف یې وخت نا وخته د چیني حکومت له لوري نوي نوي فرمانونه صادریږي، او په دې وروستیو کلونو کې یو شمېر خونړۍ پيښې هم په کښي را منځته شوي دي.
د حکومت د نويو پریکړو سره سم اوس به د ایغور مسلمانان په عامو ځایونو کې نه حجاب اغوستلای سي، نه به ږیره پرېښودلای سي او نه به لنګوټه تړلای شي.
د نوي فرمانونو له مخې:
* هغه کسان به جرمانه کیږي چې د چین رسمي تلویزون نه ګوري.
* څوک به خپل ثبوتي حکومتي اوراق نه شي تلف کولای.
* د حکومت د زوکړي او کور جوړوني پالیسۍ څخه به څوک سرغړونه نه کوي.
* ماشومان به دولتي مکتبونو ته لیږل کیږي، سرغړوونکو ته به سزا ورکول کیږي.
* نوي ودونه به یوازي په دیني مراسمو نه کیږي، بلکي حکومتي قوانین به هم مراعتیږي.
* په عامو ځایونو، بسونو او ریل ګاډیو تم ځایونو کې به لنګوټه اغوستونکی کس، ږیره لرونکی او همداسي نقاب اغوستونکي میرمني به نه پرېښودل کیږي.
سینکیانګ کې ۴۵ سلنه د ایغور مسلمانان او ۴۰ سلنه یې د «هان» په نامه قبیله اوسیږي چې مسلمانان نه دي او اکثریت یې د چین د حکومت له لوري په سینکیانګ کې ځای پر ځای شوي دي تر څو په دغه ولایت کې د ایغور مسلمانانو شمېر را ټیټ کړي.