نړۍ

په نړۍ کې تر سل ملیونه زیات انسانان له لوږي کړیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د تیرې جمعې په ورځ په یوه نشر کړي راپور کې وویل چې د جګړو، موسم او د خوراکې توکې د ګرانښت له امله په نړۍ کې د وږو کسانو شمېر ریکارډ لوړ شوی دی او په کال ۲۰۱۶ کې تر ۱۰۸ ملیونه رسیدلی.

د کال ۲۰۱۵ په نسبت دغه نوي شمېرې ۳۵ سلنه زیاتې بلل کیږي، ځکه چې په دغه کال ۸۰ ملیونه انسانان یاد شوي وه.

په راپور کې راغلي چې د غذايي امنیت د نشتوالي له امله کیدای شي سږ کال د لوږې کچه تر دې هم لوړه شي په ځانګړي ډول د سوډان په جنوب کې، صومالیه، یمن او د نایجیریا په شمال ختیځ کې.

په ۲۰۱۷ کې د لوږې اساسي لامل کورنۍ جګړې راځي او له هغه وروسته وچکالي او یا بې وخته زیات بارانونه.

په راپور کې د افغانستان یادونه هم شوې او ویل شوي چې په کال ۲۰۱۶ کې شاوخوا ۸.۵ ملیونه کسان د غذايي نا امني سره مخ شوي چې په کال ۲۰۱۷ کې د سیلابونو، ځمکې ښوییدني او خراب اقتصادي وضعیت سربېره د روانو جګړو له امله به دغه کچه نوره هم لوړه شي.

په راپور کې راغلې چې په هیواد کې د کارونو نشتوالی او بې روزګاري یو د هغو اسبابو څخه ده چې کیدای شي د لوږي کچه لوړه کړي.

بشپړ راپور په پي ډي ایف کې له دې ځایه تر لاسه کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا خبره چه د لوږی کچه تر ۱۰۸ میلونو لوړه شوی او لا لوړیږی ، د یهودی نړیوال استعمار ( نړیوال حکومت ) د پاره نه یواځی اندیښنه نه بلکه لاسته لویه لاسته راوړنه ده ، هغوی هڅه لری چه نړیوال نفوس تر شپږ بیلونو ښکته وساتی اوس اوو بیلونو ته رسیدلی په بیلا بیلو ډولو باید د موچودوه خلکو شمیر هم راکم او د نورو د راتګ مخه هم ونیسی . نو څه په لوږو ، څه په نشه توکو ، څه په بیلابیلو ناروغیو او څه په بمباریو ، او بندیانولو او اعدامولو او څه په طبیعی افاتو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x