ایا ريښتیا پرډیورنډ کرښې معامله نه ده شوې؟

نن ټکی اسيا- سرليکنه

په لندن کې د ښاغلي حنیف اتمر او د پاکستان د لومړي وزیرسلاکار سرتاج عزیز تر وروستۍ غونډې وروسته په رسنیو کې دا ګونګوسې راپورته شوې چې په یادې غونډې کې د طرفینو ترمنځ د ډیورنډ پرکرښې معامله شوې او ښاغلی اتمر قانع شوی چې یاده فرضې کرښه د دواړو هیوادونو ترمنځ د رسمي پولې په حیث ومني.

له دې ګونګوسو سره جوخت ځینو رسنیو دا رپوټونه هم ورکړل چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ښاغلي عبدالله ،عبدالله او د بلخ والي جنرال عطااء د پاکستان له یوه پارلماني غړي شاه جي ګل افریدی سره د کتنې په مهال چې د نوروز په مراسمو کې د ګډون لپاره بلخ ته راغلی و ویلي چې ډیورنډ نوره یوه فرضي کرښه نه ؛ بلکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نړیواله کچه رسمي پوله ده او دی به په دې برخه کې همیشه د پاکستان ملاتړی وي.

که څه هم چې دا ادعاوي هم د اجرائیه ریاست او هم د ملي امنیت شوری د ویاندویانو له خوا رد شوي خو د دغو دواړو اداعاوو په اړه لومړني رپوټونو په سرنوشت او ماندګار خبري ویب پاڼو کې په داسې ډول منعکس شول چې په یوه ډول نه یوه ډول یې د ډیورنډ پر کرښه د ترسره شوې معاملې غمازي کوله.

سرنوشت ورځپاڼې د حمل د میاشتې په ۷ د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې په برتانیه کې د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر او د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز تر منځ په غونډه کې د ډیورنډ پر کرښې معامله شوې او د معاملې څرنګوالی له ولس څخه پټ ساتل شوې دی.

او ماندګارویبپاڼه چې د عبدالله عبدالله د افکارو ممثله رسنۍ ده د حمل د میاشتې په نهمه نیټه یې خپلې سرمقالې ته لاندې سرلیک ټاکلی و:

((افغانسـتان باید به رسمیتِ خط دیورند اعتراف کنـد))

په یادې سرمقالې کې په صراحت سره لیکل شوي و چې : د افغانستان دولت په رسمي شکل ډیورنډ کرښه نه مني او هغه یو فرضي کرښه بولي ، په داسې حال کې ټول نړیوال بنسټونه دا کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په حیث پیژني.

یادې ورځپانې خپله سرلیکنه په لاندې جملو پایته رسولې:

د ملي یووالي حکومت د تاریخي اسنادو په اتکاء ، نړیوالو واقعیتونو او د پښتونستان غوښتنې د ترخو تجربو په پام کې نیولو سره نور باید د ډیورنډ کرښه د دواړو هیوادونو ترمنځ د رسمي پولې په حیث وپیژني او د هغه په سم والي اعتراف وکړي ، پاکستان هیواد ته باید د دې حق ورکړي چې د دې کرښې د پاسه اغزن تار وغځوي او په بشپړ رضایت سره د پاکستان د ټولو هغو امنیتي هڅو استقبال وکړي چې د خپلو قبائلي سیمو د خوندیتوب لپاره یې کوي، ځکه د تاریخي اسنادو او نړیوالو قوانینو له مخې د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانستان اداعاء پوچه او باطله ده او پردې حقیقت تر بل هرچا وړاندې خپله د دې ناسمې ادعا مدعیان ښه پوهیږي…))

د سرنوشت او ماندګار تر وروستیو څرګندونو سمدستي وروسته پاکستاني پوځي چارواکو د باجوړ او مومندو په سیمه کې په یادې کرښې باندې د اغزن تار پروژه پیل چې تر اوسه هم دوام لري.

واقعیت خبره دا ده چې لکه چې خواوشا سل کاله وړاندې انګریزانو د ډیورنډ فرضي کرښې په وسیله د سیمي یوموټی ملت سره جلا او وویشو اوس د هغوی خلف (امریکایان) غواړي د دې ناسور په راتازه کولو سره یوځل بیا د کرښې دواړو غاړوته پروت مسلمان ولس یو د بل په مقابل کې ودروي.

د افغانستان موجود چارواکي د دې په ځای چې له دې ملي قضیې څخه د یوه مسؤل جهت په حیث معقوله دفاع وکړي له بده مرغه له توطیه جوړوونکو لوروسره یې په پټو معاملو کې لاس یو کړی او یواځې د هغوی لخوا د ورکړل شويو سازشي دستورونو عملي کول د ځان مکلفیت ګڼي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د