ورزش

کرکټ: افغانستان له پایلوبې پاتې شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ملي الف لوبډله د اسیا ایمرجنګ کپ د لوبو له پایلوبې پاتې شوه.

افغانستان نن د پاکستان سره سیالي درلودله خو په ستر توپير یې دغه سیالۍ پاکستان ته وبایلله.

پچه نن افغانستان وګټله خو د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړله. پاکستاني توپوهونکي وتوانېدل چې په ۵۰ اورونو کې  افغانستان ته یو ښه هدف ۲۶۸ منډې وټاکي.

افغانستان د دغه هدف پوره کولو کې پاتې راغی او ټول لوبغاړي يې په ۱۴۴ منډو وسوځېدل.

په افغان لوري کې تر ټولو ډیرې منډې ۳۱ نجیب ځدران جوړې کړې او نور لوبغاړو کې منیراحمد ۲۹، یونس احمدزي ۲۷ او سمیع الله شینواري ۲۵ منډې جوړې کړې.  له دوی پرته نور هېڅ یو لوبغاړي د پاموړ لوبه ونه کړله.

د اسیا ایمرجنګ کپ لوبو پایلوبه به د سري لنکا او پاکستان تر منځ د اپریل په درېیمه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x