ټولنیزه برخه

د خدای (ج) د شتون اثبات – لنډه کیسه

یوه ورځ یو کس د ویښتانو او ږیرې د اصلاح له پاره د یو سینګارکوونکي (سلمان) دوکان ته ورغی، د ویښتانو د اصلاح په جریان کې د سینګارکوونکي (سلمان) او مشتری تر منځ عجیب بحث پیل شو، دوی په بیلابېلو څیزونو خبرې وکړې چې په پای موضوع د خدای شتون ته ورسېده،

سینګارکوونکي وویل، زه فکر نه کوم که چې خدای (ج) دې شتون ولري،

مشتري حیران شو او پوښتنه یې وکړه ولي باور نه لري؟

سینګارکوونکي ځواب ورکړ، چې یو ځل بیرون ته ولاړ شه خپله به پوه چې خدای شتون نه لري؛ ځکه که مهربان خدای شتون درلودی؛ نو خلک به نه ناروغ کېدل، د انسانان په ژوند کې به ستونزې نه وای، درد او غم په نه وای، غریبی، لوږه، به نه  وای او ماشومان به بی سرپرسته نه پاته کېدل،
مشتری یوه شیبه غلی پاته شو؛ ځکه  نه یي غوښتل چې ځواب ورکړي او په بې مانا بحث خپل وخت ضایع کړي، سینګارکوونکي خپل کار بشپړ کړ او نوموړی کس د سینګارکوونکي له دوکان څخه ووت، کله چې بهر شو یو کس چې ډېر لوی خیرن ویښتان، ګډه وډه ږیره چې ظاهراً ډېر وحشت ناک ښکارېدو ولید، دا کس بیرته د سینګارکوونکي دوکان ته ورغی او ورته یي وویل چې زه فکر کوم چې، سینګارکوونکي نشته،

سینګارکوونکي ځواب ورکړ: ولې نشته، زه یم همدا اوس می ستا ویښتان او ږیره اصلاح نکړل؟

مشتری وویل نه نشته؛ ځکه که وای نو هغه کس چې د باندې دی په داسې حال به نه وای، چې لوی ویښتان او ږیره لري،

سینګارکوونکي ور غبرګه کړه چې نه، موږ شته یو خو خلک موږ ته نه راځي تر څو یې ویښتان او ږیره اصلاح کړو.

مشتری ورته ویل چې خبره همدلته او ستا د غلط باور ځواب په همدې کې دی، خدای شته؛ خو موږ انسانانو د خدای لاره پرېښي، په الله مو ایمان راوړی؛ خو اطاعت یې نه کو او د خداي په رسۍ مو منګولې نه دې ټینګې کړې، قرآن مو قبول کړی خو تلاوت یی نه کو، د همدې له پاره دا ټول دردونه، عذابونه، ستونزې، لوږه، غربي، تنده او ….. پیدا شوي دي.

پای

لیکنه: جاوید حیدرزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x