افغانستان

مهاجرینو وزارت: سږ کال به ۷۰۰زره مهاجرین هېواد ته ستانه شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل):د مهاجرینو د چارو وزارت ویلي چې روان زیږدیز کال کې به شاوخوا ۷۰۰زره افغان مهاجرین د پاکستان څخه هېواد ته ستانه شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال (۲۰۱۶) کې شاوخوا ۷۰۰زره مهاجرین هېواد ته ستانه شوي وو او تمه ده چې سږ کال به هم همدومره نور مهاجرین افغانستان ته ستانه شي.

ټاکل شوې چې دوه ورځې وروسته به افغانستان ته د مهاجرینو د ستنېدو لړۍ بیا پیل شي.

تېر کال لسګونه زره کډوال له ګاونډي پاکستان نه افغانستان ته ستانه شول، چې ډېری یې په ننګرهار ولایت کې مېشت شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x