نړۍ

روسیه: هیڅ ګاونډی په افغانستان کې امریکايي پوځیان نه غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): د افغانستان لپاره د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف رسنیو ته ویلي چې روسیه هم غواړي چې له افغانستان څخه باید امریکایي پوځیان ووزي، ځکه نو د طالبانو د موقف ملاتړ کوي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي: «د طالبانو دا دریځ معقول دی چې په افغانستان کې د بهرنیانو حضور نه غواړي، څوک یې غواړي، تاسو ماته یو داسې ګاونډی هیواد په ګوته کړئ چې په افغانستان کې د امریکایانو د حضور غوښتونکي دي؟».

دا لومړی ځل نه دی چې ضمیر کابلوف په افغانستان کې د امریکایانو له پوځي شتون سره مخالفت څرګندوي. نوموړي په تېرې جنوري میاشت کې ویلي و چې روسیه په افغانستان کې د امریکايانو پوځي اډې نه شي زغملی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې روسي چارواکو ویلي و چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې کوي او په دې په لړ کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره تماسونه لري.

ټاکل شوی چې شاوخوا دوه اونۍ وروسته به په ماسکو کې د افغانستان د سولې په اړه یوه غونډه جوړه شي چې د افغانستان حکومت په ګډون به ګاونډي او یو شمېر نور هیوادونه په کې ګډون وکړي.

امریکا ته په غونډه کې دعوت ورکړل شوی و خو وروستي راپورونه جوتوي چې امریکا د روسیې بلنه نه ده منلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x