افغانستان

قربان حقجو د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان سفیر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۲مه ۱۳۹۶ل): د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې محمد قربان حقجو د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی دی.

نوموړی تر دې وړاندې د یاد وزارت مرستیال او په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې (ایسا) مشر هم و.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي چې قربان حقجو د دغه وزارت په پېشنهاد د ولسمشر لخوا د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې سفیر ټاکل شوی دی.

خو شنونکي بیا د نوموړي ټاکنه ناسمه بولي او وايي چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې نېږدې ټول حقوقي بحثونه کیږي، او د یوه داسې شخص لېږل چې په اقتصاد کې یې زده کړې کړي وي، هېڅکله په حقوقي بحثونو کې د افغانستان دفاع نه شي کولای.

دوی وايي چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې بحثونه عموما پر معاهدو، مقراراتو او نړیوالو هوکړه لیکونو کیږي او اقتصادي بحثونه بیا د دې هر څه په څنډو کې کیږي. د شنونکو پر باور افغانستان باید د دې پر ځای چې یو اقتصاد پوه یې د سفیر په توګه لېږلی وای باید داسې یو وړ کس چې د نړیوالې سوداګرۍ حقوقو په برخه کې یې لوړې زده کړي وي د یوه قوي ټیم سره لېږلی وای څو په دغه سازمان کې یې د افغانستان له حقوقو قانوني دفاع کړې وای.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x