شعـــــرونه

غزل/ حامد کامياب

حامد کامياب

دناقرار ژوندون په نوم درته لیکم
تش عنوان نه یومفهوم درته لیکم

هریوباب یې دی په اوښکولیکل شوی
هریو توری یې معصوم درته لیکم

دښایست په توروسترگوورته گوره
دکاغز په مخ مي نوم درته لیکم

درباب غمگین اواز دي لیونی کړم
ښاپری اوس ترنوم درته لیکم

زه کامیاب به نیم زړگی درته لوگی کړم
دزړه درد به مي مسموم درته لیکم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x