شعـــــرونه

غزل/ زکريا حقاني

 زکریا حقاني

د فــراق سختـې شیـبـې وې یاره ته چـې رانـــه تـــللې
څــه د غــم ډکـه سـحنـه وه چـې لـه مانــه بــیــلیــدلې

پــه خـنــدا دې راتــه وویــل چــې اشـنا زه درنه ځــمـه
اخ لــه سـتـرګو نـه مـې یـاره بـاران اوښکې څاڅیــدلې

د یــتـیـم په شانــتـې غلـۍ پــه ســلـګــو درته ولاړ وم
چې رخصت دې رانه واخیست اشنا ورو ورو ژاړیدلې

چې روان شولې جانانه مخ دې څو ځلې راستــون کړو
څـــو وړې سلـګۍ مې وکــــړې په کنډو فـناکیـــــــدلې

تل مې زړه په کـور کــې اوسـې تصویرونو ته دې ژاړم
ای شهیده ځوانـې مرګــه رب دیـدار ته وغــوښتلــــــې

ته خـو لاړلــې جـانانه( زکریا) دې چاته پریـــــښــــــوم
دومــره سخـته جدایي مې په ژونــدون نه وه لیــــدلې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x