نړۍ

د امریکایانو افغان همکار امریکا ته له رسیدو سره سم ونیول شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): یو افغان چې پنځه کاله یې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه او په بدل کې يې د امریکا ویزه ترلاسه کړې وه، دغه هیواد ته له رسېدو سره سم نیول شوی دی.

دغه کس چې رسنیو یې نوم (عبدل) ښودلی، د مارچ په ۱۳مه د امریکا په نیوجرسي هوايي ډګر کې کوز شوی و. خو د الجزیرې د راپور پر اساس، د دې پر ځای چې په امریکا کې يې تود هرکلی وشي، د هوايي ډګر پولیسو نیولی، ویزه یې ورلغوه کړې او په زور او چل یې پرې په امریکا کې د استوګنې له حقه تېریدل لاسلیک کړي دي.

په امریکا کې د مدني ازادۍ ټولنه چې د افغان ژباړونکو د حقوقو لپاره غږ اوچتوي وايي چې د امریکا د کډوالو د چارو اداره کوښښ کوي چې نوموړی بیرته افغانستان ته ولیږي.

د یادې ټولنې په وینا، عبدل له تېرو درې اونیو راهیسي په یوه داسې خونه کې بندی دی چې د خوب هیڅ سهولیات نه لري.

په تېره یوه میاشت کې دا دوهم ځل دی چې له امریکايي ځواکونو سره همکار افغانان امریکا ته ورتګ وروسته زندان ته اچول کیږي. تر دې وړاندې د مارچ په ۴مه یوه پنځه کسیزه کورنۍ چې پلار یې له امریکايي ځواکونو سره په ترجمانۍ او نورو برخو کې همکاري کړې وه او امریکا ته د سفر قانوني اسناد یې لرل، په لاس انجلس ښار کې ونیول شوه.

یادې افغانې کورنۍ ته د امریکا ویزې د هغه خدمت په بدل کې ورکړل شوې وې چې د دې کورنۍ سرپرست په خپل هیواد کې د امریکا لپاره ترسره کړی و.

د امریکايي ځواکونو هغه ترجمانان چې د زندان تر بریده ستونزې یې ګاللي خو ځانونه یې تر امریکا رسولي دي، د هغو په پرتله بیا هم ځانونه خوش قسمته ګڼي کوم چې د امریکا سفارت په دروازه کې په کلونو په کلونو د ویزو په هیله انتظار باسي.

د امین الله تاجک په نامه یو افغان ژباړونکي (RT) ویب پاڼې ته ویلي چې نوموړي د هلمند د مارجې ولسوالۍ په عملیاتو کې ګام په ګام له امریکایانو سره نه یوازې د ترجمانۍ په برخه کې همکارې کړې، بلکې هغوی یې د سیمې کلتور او عنعناتو ته هم متوجه کول خو اوس امریکایانو په سپیره میدان یوازې پریښود او په کابل کې د دغه هیواد سفارت ویزه نه ورکوي.

عنایت الله لودین یو بل ترجمان دی چې پخپله یې درې ځله د ویزې عریضه د امریکا سفارت لخوا رد شوې او اوس یې بریښنالیک هم نه ځوابیږي، وايي چې یو ملګري یې په قاچاقي لارو ځان جرمني ته رسولی و او هلته یې پناه غوښتې وه، خو جرمنیانو بیرته راشړلی چې تا خو د امریکایانو سره کار کړی، لاړ شه په امریکا کې پناه وغواړه.

که څه هم په کابل کې د امریکا سفارت افغان ترجمانانو ته غوڅ ځواب ورکړی چې نور دې د ویزو په غوښتنو دوی ته مزاحمت نه کوي، خو یو شمېر امریکايي مدني فعالان د خپل حکومت په دې پرېکړه نیوکه لري. له کډوالو سره د مرستې نړیوالې پروژې سلاکاره (الیزابیټ فایډل) اندیښنه څرګندوي چې که امریکا له افغان ترجمانانو سره خپلې ژمنې پوره نه کړي نو په افغانستان کې به د امریکايي عسکرو لپاره ډیره ستونزمنه شي چې محلي همکاران پیدا کړي.

د رسمي احصائیو له مخې اوس مهال نږدې ۱۰ زره افغان ترجمانان امریکا ته د تګ په انتظار شپې ورځې سبا کوي.

په ۲۰۰۱م کال په افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له برید سره جوخت ګڼو افغانانو له بهرنیو ځواکونو سره د ژباړې او استخباراتي همکاریو په برخو کې مرستې ته راودانګل، امنیتي او ټولنیزې ستونزې وزغملې او په دې لار کې له بهرنیو ځواکونو سره سړې تودې وګاللې. خو اوس نه په افغاني ټولنه کې په ډاډه زړه ژوند کولی شي او نه په امریکا کې په ورین تندي استقبالیږي.

دغو ژباړونکو ته د قرارداد په وخت کې ویل شوي وو چې د خدمت په پای کې به له کورنیو سره یوځای بهرنیو هیوادونو ته ولیږل شي. خو بهرني ځواکونه اوس په داسې حال کې له افغانستان څخه کډې باروي چې د سختو ورځو خپل دغه ملګري یې په سپیره ډاګ یوازې پریښي او له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

په قرانی ایتو سربیره ، د پشتو هغه متلونه هم رښتیا شول چه وایی: [د شیطان خپل نه شوی او الله ج ته دی مخ تور شو ] دا د الله ج د دی ژوند عذاب دی ، دا عذابونه یی د احرت د لویو عذابو سره حتی د مقایسی وړ هم نه دی . هغوی چه په ناپوهی کی یی ورته کړنی ترسره کړی د هغو په کچه چه د پوهی سره یی د یو څو ډالرو له باره یی ورته کړنی تر سره کړی غذابونه ډیر کم دی په ځانګړی ډول هغوی چه له دی ډول کړنو یی… نور لوستل »

Karwan

گرانو لوستونکو سلام،
زه به دیره تبصره نه پری کوم، یوازی دومره وایم سوک چه دخپل مذهب، گلتور، ملت سره دسو دالرو په بدل کی دشمنی کوی، نو حال به یی همداسی وی. دا خلک نه ددین شول اونه ددنیا. سوک چه دخپل ملت جاسوسی کوی، هغه نو سه شخصیت لری چه امریکایان پری باور وکری اواوس دسپی اهمیت هم نه ورکوی. سوک چه زموژ کلتور ته په بده سترگه گوری، خدای ج دی حال له دنه هم بدتر کری.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x