نړۍ

طالبان: حکومت دې د مذاکراتو په اړه خپله رښتونولي ثابته کړي

د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد نن یکشنبه يو ځل بیا د يو ې اعلاميې په ترڅ کې ويلي چې که پاکستانی حکومت د خبرو اترو په اړه صادق وي نو باید په عمل کې يې ثابته کړي. شاهد د يوې اوونۍ په ترڅ کې درې وارې په خپلو اعلاميو کې و ويل چې د نواز شریف حکومت د مذاکراتو په نوم خپل سیاست کوي. شاهد په خپله نننۍ اعلاميه کې ويلي چې پاکستاني طالبان له حکومت سره د بامقصده مذاکراتو لپاره تیار دي.

شاهد زیاتوي چې د مولانا سمیع الحق په ګډون چې د سولې څومره قاصدان راغلي، دوی د مذاکراتو لپاره مثبت ځواب ورکړی دی. شاهد په حکومت تور لګولی چې د مذاکراتو په نوم ولس خطا کوي اوغواړي زموږ پرخلاف پوځي عملیات وکړي، تر څو د امريکا خوښي تر لاسه کړي. د یادونې وړ ده چې پاکستاني حکومت تل ويلي چې جنګ د ستونزو حل نه دی باید ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي، خو د کتونکو په اند د نواز شریف حکومت تر اوسه د خبرو اترو لپاره کوم ځانګړی پلان نه دی وړاندې کړی تر څو يې له مخې يو با صلاحیته پلاوی پاکستاني طالبانو ته ور وليږي او د خبرو اترو لړۍ پيل شي. دیادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې طالبانو د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې قوي بریدونه وکړل چې له امله يې جګپوړي پولیس او پوځي چارواکي وژل شوي دي. پاکستاني پوځ هم د طالبانو د بریدونو په مقابل کې پوځي عملیات وکړل چې د دوی په قول يې ۴۰ پاکستاني طالبان وژلي دي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x