افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: افغانستان ته مو د نورو ځواکونو لیږلو پرېکړه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاع وزیر جمیس ماتیس تېره ورځ رسنیو ته وویل چې تر اوسه یې افغانستان ته د نویو ځواکونو د لیږلو پرېکړه نه ده کړې، خو زیاته یې کړه چې د ناټو د ځواکونو له لوري داسي یو وړاندیز شته چې باید نور امریکايي عسکر افغانستان ته ولیږل شي.

نوموړي دغه خبرې د برتانوي دفاع وزیر سره په یوه ګډ کانفرانس کې وکړې او ويې ویل: « مونږ د پوځي قیادت په سطحه دغه موضوعات څېړو، برتانیا د امریکا شریک هیواد دی، مونږ به د برتانیې او ټولو ملګرو هیوادونو سره ګډ کار کوو، خو تر اوسه مونږ هیڅ پرېکړه نه ده کړې چې افغانستان ته نور ځواکونه ولیږو».

بل لوري ته د برتانیې دفاع وزیر په همدې کانفرانس کې وویل: «مونږ په افغانستان کې د نورو ځواکونو ځای پر ځای کولو هیڅ مسؤولیت نه لرو، خو مونږ د تروریزم پر ضد جګړه کې شریکان یو، مونږ د افغانستان د پلازمیني کابل څخه دفاع کوو».

د یوې پوښتنې په جواب کې چې ایا روسیه د طالبانو سره د وسلو مرسته کړې، د امریکا دفاع وزیر وویل: «مونږ دا نه شو ویلای چې روسیه دې تر دې حده تللې وي چې طالبانو ته وسلې ورکړي، خو د روسیې نورو فعالیتونو مونږ په تشویش کړي یو».

باید وویل شي چې روسیې په افغانستان کې د سولې په موخه په راتلونکو دوه اونیو کې یو نړیوال کانفرانس را بللی چې د افغانستان حکومت ته یې هم بلنه ورکړې او د امریکا حکومت یې بلنه رد کړې ده.

د روسیې د ولسمشر خاص استازي ضمیر کابلوف تېره ورځ رسنیو ته ویلي چې هیڅ ګاونډی په افغانستان کې د امریکا وجود نه غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما په اند ، نړیوال هر اړخیزی سیاسی او نظامی کړنی تر پخوا ډیری بدلی شوی او هغه دا چه : لمړی : نړیوال حکومت تر ډیری کچی جوړ شوی مګر رسما اعلان شوی نه دی ، جوړښتونه او هر اړخیزی کړنی لری، امریکا یی نظامی او استخباراتی بیس ، برطانیا یی سیاسی بیس ، اسراییل یی مرکزی پلانونه جوړوی او تصامیم نیسی ، چین ، روس او نورو لویو هیوادو ته استعماری متناسب کریدټونه یا ګټی ورکوی ، اروپایان یی د اشر ملګری دی . ملګری ملتونه د نړیوال حکومت هغه مرحع ده چه غیر مشروع کړنی پری مشروع… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x