افغانستان

خوست: د ضربتې ځواکونو قومندان سردار منګل ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): له سیمې نه تازه ترلاسه شوي خبرونه وایي چي د خوست ولایت د دومنده ولسوالي د سیدخیلو د کمپاین لوړ پوړی پوځي قومندان سردار منګل په یوه بمي‌چاودنه کې له خپلو څلورو تنو ساتونکو سره یو ځاي‌ وژل شوی.

خبري سرچینې وایي، برید د یادې ولسوالۍ د سیدخیلو کمپاین اړوند امنیتي پوسته باندي‌ هغه وخت ترسره شو چې قومندان «سردار منګل» له پوستې څخه لیدنه کوله.

د خوست امنیتي‌چارواکو پيښه تاید کړې، خو په برید کې د اوښتو تلفاتو په اړه یې دقیقې شمېرې نه دي ورکړي.

په سیمه کې عیني‌شاهدانو ویلي، د پيښې ځایه ته د پولیسو ګڼ شمیر موټر رسیدلي، د پیښې محل ته ورغلې ټولې لارې تړل شوي، څوک نه پرېښودل کیږي چې د پیښې ځای له نژدې وګوري.

عیني‌شاهدانو ویلي چاودنه ډیره قوي وه تر ډیر لرې پورې یې اواز اوریدل شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چاودنې مسؤولیت په غاړه اخیستی او ویلي چې د سپیشل فورس د قومندان سردار منګل په ګډون څلور تنه نور عسکر وژل شوي دي او پوځي موټر یې له منځه تللی دی.

د خوست څخه ازادو سرچینو د نوموړي د وژل کېدو خبرونه تایید کړي او ویلي یې دې چې د خاصو ضربتي ځواکونو د قومندان سردار منګل جنازه د چورلکې په واسطه انتقال شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x