نظــر

د ښکیلاک په مأمورینو باور نشي !!

karzai cry  دی چې اوس د مکارۍ خبری کوي او مکارې اوښکې تویوي په همدغه شکل کمونست نجیب هم مکارې اوښکې او مکارې خبرې تمثیل کولې، هغه د روسانو وفاداره حلقه بګوشه غلام وه چې په لکونو مسلمانان یې شهیدان کړل او دی د امریکایانو وفاداره سر سپارلی غلام دی چې بی حسابه شهیدان یې پیښ کړل، دواړه په اصل کې د خپل قوم(پښتنو) پر تباه کولو او د اقلیتونو په پورته کولو کې استعمار ګرو د بروسې سره سم تر آخره مصروف ول، ځکه د استعمار قاعده ده چې په مستعمره هیواد کې به کثریت قوم تر پښو لاندې کیږي او اقلیتونو ته واک ،

امکانات او مکافات ورکول کیږی، علت دادی چې اکثریت قوم د مربوطه هیواد سره ریښتینی مینه لري، ځان تر ډیره بریده د خاورې خاوند بولي او د پردو یرغلګرو په وړاندی خپل سر قربانوي، خو اکثره وخت اقلیتونه د معمول سره سم تل روا او ناروا ګیلې او بهانې لري نو استعمار دوی ته د خپلو استعماری ګټو په خاطر دا موقع په لاس ورکوي چې خپل قدرت نمایی وکړی او مادیات او قدرت تر لاسه کړي دوی ته دغه مکافات ځکه ورکول کیږي چې د استعمار په وړاندې خنډ نه واقع کیږي بلکه برعکس د استعمار اجورتي عساکر ترې جوړ شي، دا هغه څه دي چې د نني استعمار په دوران کې د لمر په څیر ښکاره شوي دي چې په لویه پیمانه پښتون قوم ووژل شو، بیعزته شو، ولوټل شو، کورونه او مزرعي یی بمبارد شوی، زخمیان شول او زندانونه پری ډک شول، د یوویشتمي پیړۍ استعماریان هم په پوره مکارت او مهارت سره لوبه کوي او د خپل لاس جوړ شوي ګوډآګي حکومت د مشري لپاره د هغه هیواد د اکثریت ولس څخه یو فرد په سمبولیک ډول د مشرۍ لپاره انتخابوي تر څو صرف ساده لوحه خلک داکثریت قوم څخه پری وغولوي او پدی ډول ظاهراً ښکاره کړي چې دادی ستاسو د هیواد د اکثریت قوم فرد د حکومت لومړی درجه واکمن دی نو د  اکثریت قوم څخه بعضی بی ایمانه خلک هم دغه استعمار لاس پوڅی رژیم کې د ځان د ګټو په خاطر وساتي او همداسې وینو چې بعضې بی ایمانه پښتانه هم ددې استعمار په لمن کې د ذلت په عیاشیو اخته دي او هر څه یې هیر کړي دي،
 د اسعمار مهمه قاعده داده چې واکمنان یې هیڅ ریښتنی د آزادي سلاحیت نه لري او تل د سر ټیټی ژوند کوي( فقط د شهواني او نفسي خواهساتو د پوره کولو پراخ امکانات ورته په خدمت کې وي) دغه ډول سبمولیک بی احساسه مشران خو په اخر کی چې کله د فرعون په څیر خپله بیړۍ د غرقیدلو په لور وویني نو د ولس خواته  مخه کړي، او هغه خبری کوي چې د خاورې ریښتنې ولس ته خوند ورکوي هغه ولس چې د دوی د اشغال منوونکي قدرت او څوکۍ د تأمین او بقأ په خاطر یې هره ورځ د یرغلګرو او د دوی د داخلي اجیرو عساکرو لخوا پریمانه وینې او ککرۍ  شیندل کیدلې،  کرزی هغه سطرنج بازه غدار دی چې شمال کې د زرګونو اسیرو طالبانو د اسارت او وروسته د لاس تړلي شهادت په وعده خلافه  پروژه کې یی پراخ لاس او اثر درلود، د شمال ضمیر فروشه ټلوالې د وحشت یو مهم رکن دی هم دی،  کرزي  د خپل خاص منافقتي سیاست له مخې د امریکایی یرغل په لمړیو ورځو کې په شمال کې په پرتو طالبانو غږ وکړ چی وسله کیږدي او تاسو به خوندي خپلو سیمو ته پریښدل شۍ ، پدی کار سره ده غوښتل چې دده یرغلګرو امریکایی بادارانو او د شمال مرتدی ټلوالې عساکرو ته د طالب مجاهدینو د مقاومت له وجې پراخ زیان ونه رسیږی او هدف(طالب) هم په آسانه ډول له  منځه یوړل شي… کرزی او د دوی ټول چارواکې ټیم د پښتنو خصوصي دښمن پاته شوی دي او دده په دوره کې د اقلیتونو څخه په لویه پیمانه ایمان فروشه او وطن فروشه غدارو د اشغالګرو د ملاتړ په وجه د ځمکې څخه آسمان ته پورته شوي دي چې په عادي حالاتو کې  دومره پرمخګت د سلو کلونو څخه هم زیات وخت نیسي،  او برعکس پښتانه په لر او بر کې د خاورو سره خاوري شول او د سلو کلونو وروسته پاته حالت ته وغورځول شول، او دا یو حقیقت دی، مګر بعضی خلک دیته هم تصب وایي چې ریښتیا وویل شي او حق او باطل سره تمیز شي، بلکه وایو چی د پښتنو څخه هم بعضو ضمیر فروشو ددی روان اشغال ملاتړ کړی دی خو پیمانه، کتله او حجم د هر چا ډیر ښه معلوم دی،   د کرزي غدار او نورو استعماري ګوډاګیانو په تمثیلونو، وعدو او خبرو که چا زړه پریوسیته او اعتبار یې پرې وکړ نو بیړه یې غرکه ده، (مؤمن دوه وارې د یوه سوري څخه نه چیچل کیږي)… تاسو باید پوه شۍ چی کرزی غدار د موجودې 21 پیړۍ د استعمار ډیر تګړه او ماهر ګوډاګی دی او په خپلو ګیدړي مکارتونو سره ډیر ساده لوحه خلک غولولی شي، ځکه خو دی د امریکایي وحشي ښکیلاک لاندې 13 کالو دوره کې د قدرت  په شاشجاعي اریکه پریښودل شو او د شمال ټلوالی اعضاؤ دغه کار داسې چې ده پرمخ بوته هغوی نه شو پرمخ وړلی ، کنه نو شمال ذلیله ټلوالی ډير کوښښ وکړ چی د سر چوکۍ هم دوی ته وروبښل شي ، ځکه د دوی خدمت او وفاداري اشغالګرو ته فوق العاده زیاته وه او په یرغلګرو هم دوی ډیر ګران ول، خو پداسې صورت کې بیا د استعماري سطرنج لوبه سمه پر مخ نه تله.. کمونست نجیب هم په آخرو کې داسې ډرامې کولې مګر د دوی زړونه تک تور وي ځکه دوی د زرګونو مظلومو مسلمانانو وینې هره شیبه څښلې وي او د خیر طمعه کول له دوی څخه تکراري اشتباه ده،  د غدار، ظالم، کافر، مرتد او منافق څخه ملاتړ کول، د هغه خواته میلان ښکاره کول د هغه په جرمونو کې شریکیدل دي او دا معلومه خبره ده چې د دوی جرمونه تر حده زیات لوړ دي..
 کیدی شي د دوی په آخري اکټونو کې هم ولس ته کومه غداره دسیسه پرته وي،  د باطل د طرفدارانو د هری مسکا او ژړا تر شا یوه غداره خدعه مرموزه پټه وي او هغه خلک پرې ډیر ښکار کیږي چې د دوی په تمثیلي اکټونو یې زړه بایللی وي،،…    د قاري سعید ورور یو شعر یوه برخه ده، وایی ::-

  تمساحه غلی شه ، سنګټ مه وهه!
چې نارینه وینې دې ورنکړلې..
..
اوس زنانه اوښکې پرې مه تویوه !!
ــــــــــــــــــــــــ
اسماعیل نثار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x