ورزش

په دریم شل اوریزه لوبه کې پاکستان ماته وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ نن دریمه شل اوریزه لوبه تر سره شوه چې ویسټ انډیز په ډېري اسانۍ سره وګټله.

د لوبې پچه د پاکستان کپتان سرفراز وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې ورته بې ګټې ثابته شوه.

د پاکستان له لوري کامران اکمل ۴۸، بابر اعظم ۴۳ او فخر زمان ۲۱ منډې جوړي کړې، نور ټول لوبغاړي د پنځه منډو جوړلو تر مخه وسوځېدل.

د ویسټ انډیز له لوري په توپ اچونه کې سامویل بدري په لومړي اور کې ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۳۸ هدف تر لاسه کولو لپاره د ویسټ انډیز لوبډلې یوازي ۱۵ اورونو ته اړتیا لرله، چې په هغو کې د ایون لویس په نامه توپ وهنه پیلوونکی «اوپنر» لوبغاړي په ۵۱ منډو ۹۱ منډې جوړي کړې.

د پاکستان له لوري شاداب خان نن ونه توانیدی چې د تیرو دوه لوبو په څېر ښه بال غورځونه وکړي، نوموړي نن یوازي یو لوبغاړی وسوځوی او په یوه بال کم څلورو اورونو کې یې ۳۸ منډې ورکړې.

د سهیل تنویر په ۳ اورونو کې ۴۰ منډې جوړي شوې، هغه هم یو لوبغاړی وسوځوی، وهاب ریاض یو لوبغاړی وسوځوی او په دوه اورونو کې یوازي ۶ منډې ورکړې، پاته بالرانو کې یو هم ونه توانېد چې یو لوبغاړی هم وسوځوی.

پاکستان او ویسټ انډیز تر اوسه ۳ لوبې کړي چې ۲ پاکستان او ننۍ لوبه ویسټ انډیز وګټله، څلورمه او وروستی لوبه سبا تر سره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x