
م م. بودایانو په دوو کالو کې 25000 مسلمانان وژلي دي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو يو تنظیم “فورټي فايي رايټس” چې ويلي برما هيواد کې بودایانو يوازې د دوو کالو په دوران کې ۲۵۰۰۰ مسلمانان وژلي دي. په راپور کې ویل شوي چې د مسلمانانو پر خلاف دشر و فساد پر مهال له وژلو مخکې د ښځو بې عزتي کوي او بیا يې وژني. د بودایانو لخوا د مسلمانانو د وژلو سربېره په سلګونو جوماتونه هم سوځول شوي دي. په راپور کې راغلي چې په وژنو او فساد کې د عامو بودایانو تر څنګ پولیس او امنيتي ځواکونه هم پراخه برخه لري. راپور زیاتوي چې له پنځوس زرو زیات برمايي مسلمانانو نزدې هيوادو ـ تایلنډ، ملایزیا، اندونیزیا، بنګلادیش او هند ته هجرت کړی چې هلته له یو شمېر حقوقي ستونزو سره مخ دي. په یاد راپور کې راغلي چې په برما کې ۶۶۹ بودایايي ګوندونه د مسلمانانو پر خلاف لګیا دي تر څو دغه هيواد له مسلمانانو پاک کړي. په برما کې د مسلمانانو تاوتریخوالی او وژنې له ۵۰ کالو راهیسې روان دي خو له ۲۰۱۱ م کال راهیسې په دغه ظلم او وژنو کې زیاتوالی راغلی دی. تر دې دمه له ترکي چارواکو پرته هيڅ مسلمان هيواد مشر د دغو مسلمانانو سره د لیدو په موخه برما ته نه دي تللي او نه ورسره څه مرسته کړې ده