افغانستان

هلمند: چاودنې شپږ ولسي وګړي مړه او ۱۳ ټپيان کړل

د راپورونو له مخې د هلمند نومیش ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر يو موټر د چاودنې له امله شپږ ولسي وګړي وژل شوي او دیارلس ټپيان دي. د هلمند ولایت وياند عمر ځواک ويلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه مړه او ۱۳ ټپيان شوي دي. ځواک زیاتوي چې دا پيښه نن غرمه شوې ده. د يادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې په چاودنو او هدفي وژنو کې د ولسي وګړو مرګ ژبله زياته شوې چې له امله يې خلکو کې ترهه او ويره خپره ده. اوړمه ورځ ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې و ويل چې په هيواد کې مو مرموز تروریستي بریدونه پیل شوي دي. ولسمشر په خپلو خبرو کې د کومې ډلې او جهت نوم یاد نه کړ او زیاته يې کړه چې دا ډول فشارونه نشي کولی چې موږ له خپلو ګټو په شا کړي. د یادونې وړ ده چې نومیش ولسوالۍ څو ورځې وړاندې د ولسمشر د فرمان پر اساس نوې جوړه شوې ولسوالۍ ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x