زده کړې ته د ماشومانو د هڅولو لپاره اووه کلیدي ټکي

ژباړه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ تاسو خپله د خپل ماشوم له پاره عملي بېلګه واوسئ .

د ماشومانو دا خوښېږي، چې له خپلو والدینو څخه زده کړه او تقلید وکړي، له مطالعې سره مینه څرګنده کړي، ترڅو تاسو د هغوی له پاره بېلګه شئ . د هغوی له پاره په لوړ غږ کتاب ولولئ، ترڅو له مطالعې سره دا لېوالتیا هغوی ته تلقین شي . د ماشوم د مینې او لېوالتیا د را جلبولو له پاره کولای شئ، د کیسې یوه برخه خپله ولولئ او اجازه ورکړئ، چې د کیسې پاتې برخه ماشوم ولولي .

۲ ـــ کله چې غواړئ، یو ماشوم وروزئ، نو د اغوا کولو له پاره، کولای شئ، په پیل کې د موضوع په تړاو یوه لوبه پیل کړئ، وروسته یو ګام وړاندې لاړ شئ، په ښه نظم او ترتیب سره هغه وروزئ . د بېلګې په توګه : ریاضیکي بوختیاوې، کم عمره ماشومانو ته د عددونو د ور زده کولو له پاره مناسب وسایل دي .

۳ ـــ هغه ته له زده کړې سره مینه او لېوالتیا تلقین کړئ . ښه غوږ نیول، ښه لیدل، ښه فکر کول او ښه لوستل د څلورو مهمو اصلونو په توګه ور وپېژنئ . کله چې ماشوم په دې اړه مهارت پیدا کړي او له دې مفاهیمو څخه کار واخلي، نو په هغه کې له زده کړې سره د مینې او لېوالتیا له پاره یو چوکاټ رامنځته کېږي .

۴ ـــ په ماشومانو کې د ډالۍ په څېر هېڅ څیز انګېزه نه را منځته کوي .

د بریا د ترلاسه کولو پرمهال هغوی ته ډالۍ ورکړئ، باید پوه شئ، چې ماشوم مو له کوم څیز سره مینه لري، د هغه د انګېزې د تحریک په منظور، له هماغه څیز څخه موخې ته د  رسېدلو له پاره ګټه واخلئ . اړتیا نه شته، چې له ګران بیه ډالیو څخه ګټه واخلئ . د لوبو یوه لوړ بیه وسیله د هغه د تمې سطحه لوړوي .

۵ ـــ ماشوم له ټکنالوژي او د ننني عصر له علم څخه مه لرې کوئ .

ټکنالوژي د زده کړې له پاره یوه بله مرستندویه تګلاره او وسیله ده، چې والدین کولای شي، له هغې څخه په هوښیارانه توګه ګټه واخلي، د ریاضیکي او بهرنیو ژبو د موضوعاتو په اړه د کمپیوټري درسي لوبو وړاندې کول، کولای شي، له کمپیوټر سره د هغه مینه او تړاو مهار او کنټرول کړي .

۶ ـــ خپل ماشوم یوازې په کتابونو او د ښوونځي په درسي متونونو پورې مه محدودوئ .

له نورو سر چینو څخه لکه، کتابونو او د ماشومانو له مجلو څخه په ګټه اخیستنې د هغه فکري لید پراخ کړئ .

۷ ـــ اجازه ورکړئ، چې ماشوم رول ولوبوي، شعرونه له یاده ووایي یا تاسو ته کیسه وکړي .

ستاسو ماشوم کولای شي، چې په وار سره، بل ته غوږ ونیسي او یا اړیکه ټینګه کړي . دا تګلاره اورېدونکی او د اړیکې ټینګښت مهارت، چې ډېر زیات ارزښت لري، روزي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د