افغانستان

سنګین له سقوط وروسته / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ څخه ترلاسه شوي ویډیو ښيي چې نوموړې ولسوالۍ په داسې حال کې د طالبانو لاس ته لوېدلې چې امریکايي ځواکونو په درانه بمبار سره په بل مخ اړولې.

نن ټکی اسیا ته په رارسیدلو ویډیويي صحنو کې لیدل کیږي چې د ولسوالۍ په بازار کې امنیتي پوستې په بشپړه توګه ویجاړې شوي او له ځینو پوستو څخه یوازې د شګو بوجۍ پاتې دي.

په بمبار کې د دولتي تاسیساتو د ویجاړیدو ترڅنګ ملکي ودانیو او دوکانونو ته هم دروند زیان اوښتی او ولسوالۍ په کنډواله بدل شوی.

په ویډیويي صحنو کې دوکانونه تړلي او په بازار کې خال-خال خلک لیدل کیږي. دغه راز ځای په ځای لویې کندې ترسترګو کیږي چې په سیمه کې د درنو بمباریو ښکارندويي کوي.

په ترلاسه شوې ویډیو کې د سنګین ولسوالۍ تعمیر هم عکاسي شوی. د ولسوالۍ ودانۍ مخې ته د وښو او بوټو په مینځ کې یوه اوسپنیزه شین رنګه لوحه ولاړه ده چې په سپین رنګ پرې (د سنګین ولسوالۍ مقام) لیکل شوی.

د ولسوالۍ په مقام کې د بمبار او جګړو نښې او آثار له ورایه محسوس دي او د ولسوالۍ په انګړ کې د اور په لوګیو تورې خونې او تخریب شوي توکي او مهمات په شیندلي ډول ځای په ځای ترسترګو کیږي.

د ولسوالۍ په ویجاړې ودانۍ د خاموشۍ فضا حاکمه ښکاري، په انګړ کې یې ګوتشمېر وسلوال طالبان ګرځي او د ودانۍ په یوه څنډه د طالبانو سپین بیرغ هسک دی.

په دغې پنځلس دقیقه يي ویډیويي صحنو کې، چې د سنګین بازار، د ولسوالۍ انګر او شاوخوا سیمې عکاسي شوي، هیڅ دولتي عسکر نه لیدل کیږي او دا په ډاګه کوي چې دولتي ځواکونه په بشپړه توګه له یادې ولسوالۍ څخه وتلي دي.

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ چې په یاد ولایت کې یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه ګڼل کیږي، د تېرې مارچ میاشت په ۲۳مه تر اوږدې کلابندۍ او جګړې وروسته د افغان ځواکونو له واکه ووته او د طالبانو لاس ته ولوېده.

هغه مهال طالبانو د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي و چې د دولتي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکايانو په بمبار کې د ولسوالۍ ودانۍ او دولتي تاسیساتو ته دروند زیان اوښتی. خو زیاته کړې وه چې تر ډیره حده پوځي مهمات او وسائل له زیان څخه بچ پاتې شوي او روغ د دوی لاس ته ورغلي.

د هلمند له سنګین ولسوالۍ څخه ترلاسه شوې ویډیو، چې تر سقوط وروسته د سیمې حالت انځوروي، د لاندې لینک په مټ کتلی شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x