په کابل او مزار کې څه روان دي

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند

چارواکې لا هم د فیل په غوږ کې ویده دي، ګډوډې دومره زیاته شوې، چې د کابل هر ټکسې چلونکې سره کښينئ، د امنیت ، فساد او په ‏هیواد کې د پردیو د لاسوهنې خبرې درته کوي.‏

په هر دوکان ، خوړنځی او مارکیټ کې چې خلک وګورئ، د امنیت ، فساد، اختلاس او د پردیو لخوا پر مهمو چوکیو د ټاکل شوو بهرني ‏تابعیت لرونکې افغانانو په اړه بحث کوي.‏

داخبره هم کیږي چې د دولت مشر غني، اجرایه مشر عبدالله عبدالله او د کابینې د ګڼو وزیرانو کورنۍ په بهر هیوادونو کې ژوند کوي، په ‏جګړه کې د غریبو افغانانو زامن وژل کیږي.‏

ځینې مهمې ننګونکي اږ پيښې دي، غواړم یو په یوه ورته اشاره وکړم.‏

۱ – د ډیورنډ اړوند څرګندونې او اغزن تار

په دي وروستیو وختونو کې د پاکستان پوځي چارواکو وویل چې دوی د ډیورنډ ليکې په ځینو سېمو کې د اغزن تار نصب کول پېل کړي، او په ‏دي سره غواړي چې افغانستان ته د دوی په اصطلاح د ترهګرو د اوښتلو مخه ونیسي.‏
دا ډول د ننګرهار او کنړ ولایتونو د ډیورنډ لیکې ته نږدې سېمو کې د پاکستاني پوځیانو لخوا نږدې هره ورځ راکټونه را ویشتل کیږي، او د ‏یادو ولایتو ځینو قومي مشرانو وویل چې پاکستاني پوځیان د ډیورنډ لیکې د افغانستان لورته په لس هاوو کیلو مټر را ننوتي او زموږ خاوره یې ‏نیولي ده.‏

د افغان حکومت لخوا غبرګون سوړ او ناهیلي کوونکی وو، له دي هاخوا د پاکستان د ولسې جرګې غړي او سیاستوال شاه جي ګل افریدي وویل ‏چې د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله منلي چې دوی د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت پېژني.‏

له دي وروسته د افغانستان د ولسې جرګې غړي عبدالطیف پدرام وویل چې دی او ګوند یې غواړي ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت وپېژندل ‏شي.‏

پر ډیورنډ کرښه د پاکستان لخوا راکټي بریدونه، د اغزن تار درول او د افغان چارواکو څرګندونې د افغان ولس لخوا په پراخه کچه وغندل ‏شوې.‏

ښکاري چې ګډ حکومت پر ډیورنډ کرښه معاملي ته چمتو شوی، د امریکا، بریتانیا او پاکستان ګډې اجنډا او پلان د عملي کیدو لپاره کار ‏کوي.‏

۲ – په مزار ښار کې د دولت مشر غني لخوا عطاء محمد نور ته درناوی

د ۱۳۹۵ تعليمي کال د پېل مراسم دولت مشر غني په اماني لیسه کې درلودل، او هلته یې د لیسې استادانو ته وویل چې زه مشروط شوی یم، ‏ماته وخت راکړئ، په تیر یوه کال کې ډاډه نه وو چې د مشروط کیدو څخه به کامیاب شي، له همدې امله یې دا ځل د تعلیمي کال د پېل ‏مراسم د اصلي نیټې څخه یوه ورځ وروسته په مزار شریف کې بهانه او د عطاء محمد نور درناوي او سیاسي معاملي هوکړي لپاره مزار ښار ته ‏ورغی.‏

دمراسمو په وخت کې دولت مشر غني د هندوانو او بودایانو په ډول، په تالار کې ناستو افغانانو او عطاء محمد نور ته درناوی (رکوع) وکړ، چې ‏د افغان ولس له سخت غبرګون سره مخ شو، دا ډول د افغان کلتور مخالف درناوی، او له عطاء محمد نور سره د ډاکټر غني سیاسي معامله په ‏پراخه کچه وغندل شوه.‏

ویل کیږي چې یو ډول عطاء محمد نور تر اقتصادي فشار لاندي نیول شوی وو، دهغه د شرکتونو د جوازونو نوي کیدل ځنډول شوي وو، او د ‏دولت مشر په غوښتنه یې پانګه د دوبۍ په بانکونو کې د لنډ مهال لپاره کنګل شوې وه، عطاء محمد نور مجبوره وو چې د دولت مشر سره ‏سیاسي معاملې ته زړه ښه کړي.‏

ځینې سیاستوال بیا انديښنه لري چې کیدای شي د شمال ټلوالي همدا تګلاره وي، چې یو ځل مارشال فهیم رامخکې شو، د دفاع وزیر او بیا ‏وروسته د پخواني ولسمشر کرزي لومړی مرستیال وو، خپلو خلکو او ډلې ته یې ډیر زیات امتیازات ورکړل او کار یې ورته وکړ، له هغه وروسته ‏ددې ډلې څخه احمدضیاء مسعود او یونس قانوني را مخکې شو، احمد ضیاء مسعود د پخوانی ولسمشر لومړی مرستیال او قانوني د ولسي ‏جرګې مشر وو، خپلو خلکو او ډلې ته یې امتیازي کار وکړ.‏

کله چې د کرزي دوره ختمیدونکي وه، بیا همدې ډلې ډاکټر عبدالله عبدالله را مخکې کړ، او هغه هم د خپل وس مطابق یادي ډلې او خپلو ‏خلکو ته امتیازات وغوښتل او کار یې ورته وکړ، اوس چې د عبدالله عبدالله وخت په پوره کيدو دی، ځینې سیاستوال فکر کوي، چې ځای ‏عطاء محمد نور ته پريږدي، تر څو یادې ډلې او خلکو ته کار وکړي.‏

۳ – د ولسي جرګې لخوا د امنیتي ادارو مشرانو ته د باور رایه

په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر نظامي روغتون باندي برید چې کلک امنیتي تدابیر پکې نیول شوې، پرته له مکتوب څخه د دفاع ‏وزارت کارکوونکو ته هم د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي، هلته د وسلوالو ننوتلو او برید کولو انديښنې او پوښتنې راپورته کړي.‏

د ولسي جرګې غړو په اکثریت د رایو سره پریکړه وکړه چې د دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت مشر د یادې پيښې د سپيناوي ‏لپاره استیضاح کړي.‏

دولت مشر غني د ولسي جرګې غړو ته په ارګ کې دناستې پر مهال ګوت څنډنه وکړه، که د یادو امنیتي ادارو مشران بې واکه کړي، ولسې ‏جرګه به غیرقانوني او منحل اعلان کړي، د دولت مشر غني او ولسې جرګې د لومړي مرسیتال ډاکټر همایون ترمنځ خبره لفظي شخړي ته ‏رسیدلي وه.‏

له سیاسي پټې معاملې وروسته ولسې جرګې یادو دریو مهمو امنیتي چارواکو ته بیاځل د باور رایه ورکړه، چې د ولسي جرګې دغه ډول کړنه او ‏ډاریدنه د افغان ولس او په ځانګړې ډول د ځوانانو لخوا سخته وغندل شوه.‏

په ورته وخت کې د هلمند د سنګین ولسوالي سقوط د طالبانو په لاس پر افغان حکومت نیوکې هغه وخت لا زیاتي کړي، چې د ناټو الوتکو د ‏یادې ولسوالۍ اړوند ټولې ودانۍ د بمبارد په وسیله ونړولي، او داسي یو عمل چې فکر کیږي، بیا ځل یې افغان حکومت له بیرته نیولو څخه ‏نهیلی شوی.‏

۴ – په انځوریزو رسنیو کې نیمه بربنډې نجوني او سریالونه

د نوي کال په پلمه په کورنیو او دولتي ټلویزون کې سندرغاړي میرمني د افغان دود پر خلاف په داسي جامو کې لیدل شوې چې د خلکو غوسه ‏یې راپارولي ده، دا ځل ویل کیږي تر پخوا سندرغاړي ډیرې په نیمه بربنډو جامو کې په ټلویزونو کې لیدل شوې دي. په دي کتار کې ویل ‏کیږي چې خورشید او یو ټلویزون تر نورو مخکې وو.‏

دا ډول د کابل ښار په دریو مهمو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې د اشتهار په ډول د نیمه بربنډې میرمن انځورونه ځوړند شوې وو.‏

امنیت شورا د علماوو یوه ډله خپل دفتر ته غوښتې وه، او له هغوی څخه يې د مرستې غوښتنه کړي وه، تر څو د جمعې په خطبو او خپلو نورو ‏ویناوو کې د افغان حکومت څخه ملاتړ اعلان او له خلکو هم وغواړي چې د حکومت ملاتړ وکړي.‏

د علماوو د ډلې ځینو کسانو د امنیت شورا مشرانو ته ویلي وو، چې کله په ټلویزونو کې نیمه بربنډې میرمنې لیدل کیږي، فحشا ته پېغلې او ‏ځوانان تشویق کیږي، د کابل ښار په ګڼه ګوڼه ځایونو کې د میرمنو نیمه بربنډ انځورونه ځوړوند وي، موږ به افغان ولس ته په کومه خوله د ‏افغان حکومت سره د ملاتړ خبره وکړو، اصلاً افغان حکومت په لوی لاس خلک خپل مخالفت ته هڅوي، په دغسي یو حالت کې ستاسي ‏لخوا د علماوو د مرستې غوښتنه ناسمه ده، نه خو موږ علماء ستاسي ملاتړ کولای شو او نه هم ولس ته ویلای شو، د ولسمشریزو ټاکنو پر ‏مهال مو د دولت مشر غني ملاتړ وکړ، هغه مو مسلمان کړ، او له خلکو مو دهغه ملاتړ وغوښت، هغه ژمنه کړي وه چې د ارګ او مسجد ‏ترمنځ به واټن کم کړي، مګر په لوی لاس دغه واټن لا زیات شو.‏

۵ – د حزب اسلامي سره د سولې مذاکراتو پڅوالی

تر ډیره په افغان دولت نیوکه کیږي چې له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړې په عملي کولو کې پڅ دی، او هغه ژمنې چې کړي یې دي، ‏اوس ورڅخه ځان وباسي.‏

حزب اسلامي غواړي چې د دوی د بندیانو ډله له بند څخه خلاص شي، د پېښور له شمشتو کیمپ څخه راتلونکو افغان مهاجرو ته استوګن ‏ځایونه غواړي، دا ډول کابل ښار ته د ښاغلي حکمتیار د راتګ لپاره دولتي شاندار مراسم غواړي.‏

حزب اسلامي غوښتل چې د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر پر اوومه نیټه په کابل کې لویه غونډه جوړه کړي، افغان حکومت یې مصارف ونه منل، او هغه ‏غونډه لغوه اعلان شوه، حزب اسلامي تر ۴۰۰ د زیاتو بندیانو خوشي کیدل غوښتي، افغان حکومت ورته ویلي چې له څیړنو وروسته ورته ‏معلومه شوې چې حکومت ته په ورسپارل شوو لسټونو کې یواځي ۶ تنه د حزب اسلامي غړي، او په ټوله کې ۶۰ تنه داسي دي چې کورنۍ یې ‏له حزب اسلامي سره اړیکې لري، نور پاتې کسان د حزب اسلامي غړي نه دي، بیا هم افغان حکومت ژمنه کړي چې د حزب اسلامي نږدې۴۰۰ ‏کسان به ورته خوشي کوي.‏

افغان حکومت هغه وخت د حزب اسلامي سره د هوکړې له ژمنې لا زیات په شا شو، چې کله جمعه خان همدرد او د ښاغلي حکمتیار زوی د ‏دولت مشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره لیدنه وکړه.‏

اوسمهال چې د د دولت مشر او لومړي مرستیال تر منځ شخړې روانې دي، په دغسي یو حالت کې د دوستم سره دحزب اسلامي دکسانو ‏لیدنې ډاکټر غني به غوسه کړي او یا هم لږ تر لږه انديښمن کړی وي.‏

او کله چې د دولت مشر او عطاء محمد نور تر منځ د نوي ایتلاف خبره وشوه، داسي ښکاري چې د حزب اسلامي سره د سولې پر هوکړه لیک ‏به یې تاثیر کړی وي، دولت به اوس د یادې هوکړې عملي کولو ته د پخوا په ډول لیوالتیا ونه لري.‏

که دحزب اسلامي او افغان دولت تر منځ د سولې هوکړه له ستونزو سره مخ کیږي، کابل ته د ښاغلي حکمتیار په راتګ کې ستونزې جوړيږي، ‏دا به د سولې په اوسنیو او راتلونکو پروسو ناوړه اغیز ولري.‏

۶ – د ماسکو غونډه

په ماسکو کې د افغان سولې اړوند دوه غونډې شوې، یوه د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې او بله هم د ۲۰۱۷ کال په فبروري کې وشوه، په لومړۍ ‏غونډه کې ماسکو، چین او پاکستان ګډون درلود، په دوېمه غونډه کې ماسکو، چین، پاکستان، هند، ایران او افغانستان ګډون درلود.‏

کیدای شي د اپریل پر ۱۴مه نیټه په ماسکو کې د افغان سولې اړوند درېمه غونډه هم وشي، ۱۲ هیوادونو ته د ګډون بلنه ورکول شوې، امریکا ‏بلنه رد کړي، افغان حکومت خپل دریځ نه دي روښانه کړی، ویل کیږي چې ممکن طالبانو ته هم دا ځل د ګډون بلنه ورکول شي.‏

ماسکو، چین، ایران او پاکستان لګیا دي چې سمیېزه اجماع رامنځته کړي، هند له دي کبله څنډې ته دی، چې له چین او پاکستان سره ‏ستونزې لري، که هند هم په یاده اجماع کې ورګډ شي، د امریکا لپاره په راتلونکي کې په اقتصادي او نظامي برخو کې ننګونې راپيداکولای ‏شي.‏

پاکستان په دي برخه کې غواړي چې امریکا ته وښيې که د پاکستان غوښتنې او د پاکستان لپاره په سېمه کې نفوذ او امتیاز ونه مني، له ‏روسانو سره به ملګرتیا پېل کړی، او پاکستان دا هڅه هم کوي چې د ماسکو او عربي نړۍ ترمنځ سیاسي اړيکې جوړې کړي.‏

که امریکا د ماسکو په غونډه کې ګډون ونه کړي، دابه پر امریکا د افغان ولس باور د سولې په برخه کې لا زیانمن کړي، داسي ښکاري چې ‏امریکا په افغانستان کې د جګړې اوږدیدو ته لمن وهي، او غواړي چې دلته په سېمه کې جګړه روانه وساتي، تر څو چین او ماسکو د افغانستان ‏له خاورې تهدید او په افغانستان کې خپلو نظامي اډو ته بهانه له ځان سره ولري.‏

۷ – په حکومت کې دننه اختلافات

د حکومت د ننه اختلافات هم له چا څخه پټ نه دي، د دولت مشر او دهغه د لومړي مرستیال ترمنځ اختلافات او ناندرۍ، د دولت مشر او ‏اجرایه مشر ترمنځ ناندرې او ګیلې، د دولت مشر او ولسې جرګې ترمنځ لفظي شخړي او ستونزې.‏

د امنیت شورا او شمال ټلوالي ترمنځ ستونزې، په دفاع وزارت کې د پښتون، تاجک او ازبک قومونو ترمنځ قومي تعصب او د رتبو ورکولو په سر ‏ناندرۍ او پراخ مالي فساد.‏

په ټوله کې هغوی چې د ډاکټر نجیب الله په وخت کې یې په کابل کې دندې تر سره کړي، د نن ورځې حالت کټ مټ د ډاکټر نجیب الله د ‏حکومت د مهال سره ورته بولي.‏

۸ – په واک کې د پخوانیو چپیانو زیاتوالی

ډیری پخواني مجاهدین او افغان وګړې فکر کوي چې واک په لوی لاس پخوانیو چپیانو ته سپارل شوی، د دولت مهمې چوکۍ هغوی ته ورکول ‏شوې او د پریکړو پر مهال د پخوانیو چپیانو نظر وروستی ګڼل کیږي.‏

پخواني چپیان هڅه لري چې خپل د پخواني پرچم ګوند کسان واک ته ورسوي، او په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي، تر څو ‏خپل واکونه لا زیات کړي، هڅه یې داده چې د ۲۰۱۹ کال ټاکنې او یا هم ۲۰۲۴ کال ټاکنې وګټې او خپل د پرچم ګوند غړی یې ولسمشر شي.‏

۹ – د نړیوالو کمه توجه او نه لیوالتیا

امریکا او نړیوالې ټولنې ته افغانستان اوس مهال په څلورم کتار کې ځای لري، عراق، سوریه او اوکراین ورته لومړيتوبونه لري. ‏

د ټرمپ ادارې د افغانستان په اړه تګلاره روښانه کړي نه ده، ولي فکر کیږي چې په افغانستان او ډیورنډ کرښې دواړو لورو ته به د امریکا د بې ‏پيلوټه الوتکو بریدونه زیات شي، دا ډول به په کور دننه هم د امریکا لخوا طالبان تر بمبارد لاندي راشي، او هڅه به وکړي چې طالب مشران ‏په نښه او له منځه یې یوسي.‏

۱۰ – د ارګ په ګډون په کابل او ولایتونو کې پراخ فساد

ډیری کسان نیوکه لري چې په ارګ کې د تدارکاتو کمیسون چې د هیواد په کچه د لویو پروژو قراردادونه له ودانیزو او نورو شرکتونو سره ‏کوي، پراخ فساد پکې کیږي، او تر ټولو زیاته نیوکه د خطیب العالمي په نوم شرکت باندي کیږي چې د دولت مشر د لبناني اخشيانو دی، دا ‏ډول په وزارتونو او ولایتونو کې د فساد کچه د پخوا په نسبت زیاته شوې، مخامخ له یو کس څخه د کار د اجراء لپاره پیسې غوښتل کیږي، له ‏همدې امله ده چې په دي وروستیو کې په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر ښاغلي میلیبن وویل چې په افغان حکومت او په ځانګړې ډول په ‏قضاء او څارنوالي کې د فساد له امله خلک خپلې دعوې د طالبانو محاکمو ته وړاندي کوي.‏

د فساد او اختلاس په برخه کې یوه بله انديښنه داده چې افغان حکومت د افغانستان بانک کې د پولې واحد د تقویه کونکو پيسو او سرو زرو ‏په اړه معلومات پټ ساتلي دي، ولس او سوداګر دې کار په انديښنه کې اچولي، داسي نه چې په یاده برخه کې هم فساد شوی وي.‏

د مخابراتو وزارت لخوا د ټلیفوني ۱۰ سلنه محصول د غلا او نامعلوم برخلیک اړوند هم انديښنې شتون لري، هیڅوک نه پوهیږي چې دافغان ‏ولس څخه هره ورځ په میلیونو افغانۍ د محصول په نوم اخیستل د کومو چارواکو جیبونو ته لویږي.‏

۱۱ – د لا زیاتو بهرنیو ځواکونو غوښتنه

دولت مشر غني د ټاکنو پرمهال ژمنه کړي وه چې سوله ورته لومړيتوب لري، ارګ ته له رسیدو سره سم یې له امریکا سره امنیتي تړون ‏لاسلیک کړ، او ویې ویل چې لومړیتوب ورته امنیت، اقتصاد او بیا په درېم قدم کې سوله لري.‏

د سولې لپاره د طالبانو مهمه او لومړۍ غوښتنه د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالویش اعلان دی، ولي افغان حکومت بیا ددې پرځای چې د ‏بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالویش سره توافق وکړي، د لا زیاتو او نورو بهرنیو پوځیانو راتګ هیواد ته غواړي، چې دغه مسئله په افغانستان کې ‏جګړه ګرموي، او جګړې زیاتوي.‏

پورته مسایلو ته ورته په لسګونو نور داسي مسایل شته چې افغان ولس یې له ستونزو سره مخ کړی، که په افغان ولس درمند افغانان په کور ‏دننه او کور دباندي د ستونزو دحل او سولې ته د رسیدو لپاره هڅې ونه کړي، کیدای شي موږ د سولې د شعار په اوریدو د یوې بلې جګړې د ‏پېلامې شاهد و اوسو.‏

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه به هم څه ورسره زیات کړم : لمړی: د ډیورنډ په اړه : ډیورنډ پاکستانی نه ، انګریز وو، چه د پښتونخوا سیمی یی زمونږ له عیاش او بی سواده پاچا ( یعقوب خان ) څخه په اجاره ونیولی ، دا چه له اوله یی د دی سیمو د خپلولو پلان او اراده لرله ، امیر عبدالرحمن وخت کی یی دغه اجاره ۱۶ لکه ته پورته مګر په مقابل کی یی د ډیورنډ کرښه په امیر عبدالرحمان خان لاسلیک کړه، چه د دغه کرشی دی خوا زمکی زمونږ سره اجاره دی تاسی پکی د څه کولو حق نه لری… نور لوستل »

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه
میلمه

ژوندی اوسرلوری دوی الحاج استاد بیانزی صاحب همیشه دوی ستا پر حقیقت ولاری تبصری وسلام علیکم ورحمت ا لله……..