دکندهارله زندان سره سره طالبانو ټیوټر ته هم تونل ايستلي دي

دامریکا مطبوعاتي څېړونکو خبرداري ورکړي دي چې طالبانودټیوټرله ټولنېزي شبکې نه پراخه ګټه اخستنه پیل  کړي ده . یونایټډپریس انټرنیشنل  دامریکادمطبوعاتي  څېړونکی ( ویلیام ما کانتس  ) له خولې نه لیکي  چې دانټرنيټ د نړیوال جال په ټولوشبکوکې طالبانوپه لوړه کچه فعال اوترې نه ګټه اخلي ،خپل ویډیویې کلیپونه صوتي پیغامونه اوعکسونه له همدغې لاري نړیوالوته رسوي .

خو دا لومړي ځل دي چې هغوي دټيوټرپه ټولنېزه شبکه کې هم برېښیدلي  دي . نوموړي وايې چې هغوي له ډېره وخته له فیسبوک اویوټوب ویب پاڼونه کاراخیست خوله څه مودې راهیسي  ټیوټرته هم ننوتلي دي نوموړی وایې چې تراوسه طالبانو۶۷۰  پیغامونه  دټیوټرله لارې څخه نشر کړي دي چې  په پښتوژبه په جنوبی افغانستان اوقبایلي سیموکې لیکل شوي دي .

ندیم  ( توخي )