افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوی ویاند وټاکل شو

نن ټکی آسیا: د بهرنیو چارو وزارت د مخکني ویاند جانان موسی زي پر ځای شکیب مستغني د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه معرفي شو.
د جانان موسي زي په اړه ویل کېږي، چې ښایې ډېر ژر په پاکستان کې د افغانستان د لوی سفیر په توګه رسماً معرفي شي.

د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې وویل، چې پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه د ښاغلي موسی زي د ټاکنې ټول رسمي پړاونه بشپړ شوي او ډېر ژر به پاکستان کې خپله دنده اشغال کړي.
د محمد عمر داودزي له استعفا او د کورنیو چارو وزیر په توګه پر دندې تر ګومارنې وروسته جانان موسی زی پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه پېشنهاد شوی و، خو پاکستان یې د ناڅرګندو لاملو پر بنسټ مننه ځنډولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x