نړۍ

په پاکستان کې یو جعلي پیر خپل ۲۰ تنه مریدان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۶ل): د پاکستان پنجاب ایالت د سرګودها نومي ولسوالۍ یو کلي ته څیرمه په یوه زیارت کې د نوموړي زیارت یو جعلي پیر د څلورو نورو ملګرو په ملتیا خپل شل تنه مریدان د چاقو او لرګي په مټ وژلي او جسدونه یی په زیارت کې دننه په یو خوندي ځای کې غورځولي دي.

د ډان نیوز د خبر سره سم د سرګودها د پولیسو مرستیال مشر لیاقت علي چهټه وویل چې د پیښې په اړه هغه مهال خبر ترلاسه شو چې یوه ښځه په زخمي حالت کې د پیر له دربار نه په تيښته بریالۍ شوې او ځان یې د ډي ایچ کیو په نوم سیمیز روغتون ته رسولی و.

لیاقت علی خان زیاته کړي چې پیښه د سرګودها ولسوالۍ په شمال کې د چک نمبر-۹۵ په یوه دربار کې رامنځ ته شوې.

د نوموړي په وینا پولیسو د دربار متولي عبدالوحید د خپلو څلورو ملګرو سره یوځای نیولی او د هغوی په لارښوونه یې د ۱۹ تنو مړي هم ترلاسه کړي دي.

د پولیسو په وینا له لومړنیو پوښتنو ګرویږنو نه څرګنده شوي چې دوه کاله وړاندي په یاده سیمه کې یو مصنوعي دربار جوړ شوی و چې ویل کیدل د مشرتوب پر سر یې د دوو ډلو ترمنځ ترینګلتیا شتون درلود.

عبدالوحید نومی سړي چې ځان یې پیر او د زیارت اصل متولي باله، په یاد دربار کې د پیرۍ او مریدۍ لړۍ پیل کړي وه.

پولیسو زیاته کړې چې د عبدالوحید ذهني حالت سم نه ښکاري. نوموړي به خپل ډیری مریدان وهل ټکول تر دې چې د زخمي ښځي په وینا نوموړي پیر تېره ورځ خپل ځینې مریدان د ټلیفون له لاري راغوښتل او یو یو یې په بیل بیل ډول په وهلو ټکولو وژل.

ویل کیږي چې دغه جعلي پیر به خپلو مریدانو ته نشه ئي مشروبات ورکول او په دې توګه به یې هغوی د بیهوښۍ په حالت کې وژل او مړي به یې په خوندي ځای کې اچول.

پولیس وایی چې په وژل شويو کې ۱۶ نارینه او درې ښځي شاملي دي. تر دې وروسته د سیمي اوسیدونکو د زیارت په خوا کې د یو بل تن جسد په داسی حال کې وموند چې نیم سوځول شوی و، او وروسته یې پولیسو ته وسپاره.

پولیس وایی چې په مړو کې د یوې کورنۍ درې تنه، چې دوه وروڼه، یوه خور ده؛ شامل دي.

تر ټولو مهمه دا چې د پولیسو په راپور کې راغلي چې له نوموړي پیر سره د پاکستان د الیکشن کمیشن یا د انتخاباتو د کمیسون د غړیتوب رسمي کارډ هم موجود دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x