fbpx

د لیمو ګټې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۶ل): لیمو چې ژيړ رنګ لري او دوه خوره باندې مشتمل وي پورتنی زیړ رنګه خور یې یو‌‌‌‌‌‌ ډول غوړ اړین مواد لري چې لیمونن ورته ویل کیږي او له دې څخه لاندې نرم سپين رنګه پوست لري.

لیمو په زیات مقدار سره ویټامین ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌سي لري. که هر سهار په تش نس باندې یو ګلاس اوبو کي دوه لیمو اوبه کړو او ویې څښو د دي تر څنګ چې د هاضمې نظام به مو ورسره سم شي د بدن دفاعي سیسټم په قوي کولو او د پوستکي د رنګ په تازه کولو کې به راسره زیاته مرسته وکړي.

څيړنو ښودلې چې د ‌‌‌‌‌‌ډيرو چایو یا کافي څښونکو کسانو د مخ پوستکی د هغه کسانو په پرتله زوړ او پیکه ښکاري څوک چې کمي چایې یا کافي څښي، خو که چیري د لیمو اوبه څښلو باندې ځان عادت کړئ، که زیاتي چایې یا کافي وڅښئ بیا به مو هم د مخ پوستکی تازه مالومیږي.

دغه راز که څوک غواړي چې له زیات وزن څخه ځان خلاص کړي، نو له هرې ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ وړاندي دې دوه دانې لیمو یو ګلاس اوبو کي ویلي کړي او نوش جان دې کړي.

باید وویل شي چې له پيړیو څخه لیمو د سکاروي ناروغۍ لپاره ښه درملنه بلل شوې او رنځ پوهانو ناروغانو ته توصیه کړی.

سکاروي یو ‌‌‌‌‌‌ډول ناروغي ده چي د انسان په بدن کې د ویټامین سي د کمي له امله رامنځ ته کیږي.

باید وویل شي چې د وروستیو راپورونو او څېړنو پر اساس ویټامین سي د سرطان دناروغۍ په درملنه کي مهم رول لوبوي او ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو د لومړی ځل لپاره موندلې چې په زیات مقدار ویټامین سي د سرطان ناروغ ته پيچکاري کول د دغي لاعلاجه ناروغۍ علاج بلل کېدای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د