د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د فیسبوک فعالان قلمي «جهاد» ته را بللې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکي اسیا ته په رسیدلې یوه مقاله کې پر هغو فیسبوکي فعالانو غږ شوی چې د طالبانو خواخوږي دي او د هغوی په ګټه تبلیغات کوي.

نوموړي دغو فعالانو باندي غږ کړی چې ټولنیزي رسنۍ د اسلامي دعوت لپاره یو ښه وسیله ګڼل کیدای شي که چیري په سمه توګه وکارول شي.

مجاهد د فیسبوک فعالان د پوچ او ښکنځل کولو، درواغ او پروپاګند کولو، بې وخته خبرونو نشرولو او بې ګټې مطالبو نشرولو څخه را ګرځولي او په همدې خاطر یې یو شمېر هدایات وړاندي کړي چې په وینا یې: « په عملي کولو یې ټول هغه مسلمان فعالین مکلف دي چې د دین او وطن په دفاع کې د اسلامي امارت په ننګه د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټویټر، ټیلګرام، واټسآپ او داسي نورو …) له لاري د دعوتي جهاد چاري پرمخ وړي»

د ذبیح الله مجاهد بشپړه لیکنه په لاندي ډول ده:

د سوشیل میډیا (خواله رسنیو) فعالانو ته مهمې لار ښوونې

لیکوال: ذبیح الله مجاهد

ټولنیزو رسنیو نن سبا په ټولنو کې ډېر قوي او موثر ځای موندلی، تر دې چې د کاروونکو شمېر یې ان تر میلیاردونو رسیږي او دنورو په شان مجاهدین هم ښه کافي استفاده ورڅخه کوي او دا چي نن سبا مجاهدین په ټوله نړۍ کې خصوصاً په افغانستان کې د جهادي دعوت په لاره کې له میډیایي محرومیت سره مخ دي ، ټولې پردۍ پالې او طاغوتي رسنۍ د مجاهدینو پرخلاف په پراخه پیمانه پروپاګند کوي، د ریښتیني مسلمان او اسلام، جهاد او مجاهد په بدنامۍ کې تر حد زیات زیار کاږي؛ برعکس پر مجاهدینو د ټولو رسنیو لخوا د جهادي دعوت لاره تړل شوې؛ نو دا ټولنیزي رسنۍ د مجاهدینو او د اسلامي دعوت لپاره في الحال یو ښه وسیله ګڼل کیدای شي، چې ټول اسلامپال ځوانان د دین او وطن په خاطر شپه او ورځ خپل مسئولیت اداء کوي، له همدې لاري د هغو مجاهدینو ننګه کوي چې په سنګر کې د دښمن په وړاندي په جګړه بوخت دي.

مګر د دې لپاره ضروري ده چې باید مسلمان ځوانان د اسلامي شریعت اخلاقي حدود په پام کې حتمي ولري، که چیري دوی په غیر شرعي او غیر اخلاقي ډول د جهادي دعوت کار پر مخ وړي؛ نو نه یوازي دا چې په دنیا کې به یې د جهاد، مجاهد او مسلمان داعي حیثیت ته زیان رسولی وي، بلکي د آخرت لوی بار به یې هم په اوږو پاتې وي.

په همدې خاطر، څو لاندي هدایات د یوه لارښود په بڼه تاسو ته وړاندي کیږي چې په عملي کولو یې ټول هغه مسلمان فعالین مکلف دي چې د دین او وطن په دفاع کې د اسلامي امارت په ننګه د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټویټر، ټیلګرام، واټسآپ او داسي نورو …) له لاري د دعوتي جهاد چاري پرمخ وړي:

لومړی:- دعوت کوونکی باید په خپل دعوت کي حق رسول یوازینی هدف وګڼي، لهجه یې باید نرمه او خوږه وي تر څو د خلګو په زړونو کي د ده خبره ښه ځای ونیسي، ترخه او سخته لهجه د حق په منلو کي فایده نه، بلکي خنډونه پیدا کوي، د مقابل جهت د اصلاح پر ځای دهغه کینه پاروي او لایې په خپل مخالفت کې ټینګوي، چې حتما معکوسه نتیجه ده، الله تعالی فرمايي: « ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ –النحل 125آیة »

( په حکمت او نیکي موعظې سره، د خپل رب جل جلاله لاري ته بلنه کوه. او مجادله ورسره په ښه طریقه ترسره کوه.)

دویم: مسلمان ليکوالو په ځانګړي ډول زموږ ځوانانو ته پکار ده، چې په ليکنو کې د سپکاوي، ښکنځلو، بې هوده او بې ادبه کلماتو نه خپله ژبه او قلم وساتي، ځکه چې دا د هغه قرآني اصل څخه څرګند مخالفت دی، چې فرمایي: «… وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ » مجادله او استدلال په احسنه طریقه ورسره کوه.

که ستاسو مقابل هر څومره ښکنځلمار وي، استدلال ته غوږ نه نیسي، بدزبانه او ضدي وي، خو ته يې پر وړاندې هغه رویه اختیار کړه چې اسلامي اخلاق یي لارښوونه کوي؛ ځکه که ته ورسره هوبهو بالمثله چلند وکړې په دې سره ته هغه درېیمګړی کتونکي هم له لاسه ورکوې چې ستا او د ده ترمنځ د رويې څارنه کوي او ستا په مناسبه رويه هغه ستا طرفته اوړي او دی پړ بولي.

له بده مرغه چې زموږ يو شمېر هغه خواخوږي ځوانان چې د اسلامي امارت او مجاهدینو په پلوۍ قلم چلوي؛ لهجه یې ډيره ترخه وي، ددې په ځای چې حق روښانه کړي یوازې خپل احساسات سړوي چې په دې ډول یې خبرې تر ګټې زیات تاوان پیښوي، چې دا مناسب کار نه دی. ځکه د منطق او سالم استدلال په ځای پوچې خبرې او ښکنځلې لوستونکو ته داسې ښیي چې دغه کس دلیل نلري.

نو که څوک په رښتیا له اسلامي امارت سره خواخوږي لري، نو د امارت په دفاع کې دې بده ژبه نه کاروي او د چا د شخصيت او کورنۍ بې ځايه عیب لټونه او يا د قلمي عفت خلاف څرګندونې دې نه کوي.

د انبیاء علیهم السلام او سلفو داعیانو په هیڅ ځای کې به تاسو د مقابل طرف سپکاوی او ښکنځل پیدا نکړئ.

درېیم:- خواله رسنۍ او ټول انټرنټ لکه څنګه چې د مثبت فعالیت وسیله ده همدومره خطرات او ضرري اړخ هم لري، له دې جملې یو دا دی چې فیسبوک او نوري ټولنیزي رسنۍ اکثراً له فحش او یا نامناسبو تصاویرو ډکې وي، نو مسلمان ته پکار ده چې خپلې سترګې له داسی ناوړه اشیاؤو څخه وساتي، ځکه چې الله تعالی فرمایي: « قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ )، (وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ) ، (ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ » یعني، الله تعالی پیغمبر علیه السلام ته فرمایی چې، مؤمنانو او مؤمناتو ته ووایه چې خپل نظرونه مو ښکته واچوئ. (حرامو شیانو ته مه ګورئ) چې دا ستاسو د پاکۍ لپاره ښه او بهترینه کړنه ده.

او که څوک له دې ناوړه شیانو څخه ځان ونه ساتي؛ نو خدای مکړه د ثواب حاصلولو پرځای به یې ځان د عذاب مستحق ګرځولی وي.

څلورم:- له دروغو ځان ساتل، له دروغ ویلو څخه ځان ساتل فرض دی، چې ډېر وخت د غیر مؤثق خبرو نشرول هم دروغ ګڼل کیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ( كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا [أوإثماً] أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ ) یعنی د یو سړي د ګناه یا دروغجن کیدلو لپاره دا کافي ده چې څه یې هم واوریدل؛ بس بیانوي او خپروي یې (بې له دې چې لږ تحقیق یې وکړي صدق او کذب یې معلوم کړي).

پنځم:- دحرامو خبرو او فحش تصویرونو یا ویډیوګانو نشرول په هر صورت حرام دي. اما د بې ګټي شیانو له نشرولو هم باید ځان وساتل شي هر هغه شی چې دیني یا دنیوي ګټه ونلري عبث بلل کیږي او مجاهدین وروڼه ددې په ځای چې د عبثیاتو په لیدلو، لیکلو او نشرولو باندې خپل قیمتي وخت ضایع کړي اویا دا عبثیات رواج کړي باید مفید فعالیت وکړي.

شپږم: قومي، ژبني او نورو تعصبونو ته لمن وهل یا په یوه او بل قوم، سیمه ، لهجه یا د مسلمانانو په کوم ځانګړي قشر پورې مسخرې کول ناروا او جاهلانه عمل دی چې باید ځان ترې وساتل شي.

اووم: په فیسبوک، ټویټر، ټیلګرام او نورو رسنیو کې مصروفیت او فعالیت مو باید محدود او د ټاکل شوي پروګرام او تقسیم الاوقات له مخې وي. په ټاکل شوي وخت کې باید مؤثر فعالیت وشي او عبث وخت په کې تېر نه شي.

دغه شبکې د وخت د ضیاع له لویو اسبابو شمیرل کیږي باید د عمر قیمتي شیبې مو را ضایع نه کړي، ځکه له موږ نه به په قیامت کې ددنیوي عمر د شېبو پوښتنه کیږي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي د قیامت په ورځ به تر هغو څوک قدم وانخلي تر څو چې دا پوښتنه نه وي ترې شوي چې عمر یې په څه شي کې تېر کړ، بدن یې په کوم کار کې زوړ کړ، په خپل علم یي څومره عمل وکړ او مال یې څنګه ترلاسه او څنګه یې مصرف کړ.

اتم: په خواله رسنیو کې باید جهادي اسرار، محرم معلومات او داسې خبرې چې نشر یې دښمن ته په یوه شکل د اشکالو ګټه رسوي او امارت ته زیان لري باید خپرې نه شي. ځکه که ددغسې ناوړه نشریاتو له امله مجاهدینو یا جهاد ته کومه نوع د ځان مال یا امنیتي او حیثیتي زیان رسیږي نشروونکي به یې په ګناه کې شریک وي او په نا پوهۍ سره به یې له دښمن سره د مجاهدینو په ضد مرسته کړې وي.

نهم: په خواله رسنیو کي باید له بی حیا، بی حیثیته اومنحرفو کسانو سره داسي بحثونه ونشي چي هغوی یې متقابلا په امارت، مجاهدینو اودینداره طبقه پسي سپکي سپوري و وایي او تورونه ولګوي، ځکه دلته بحث له یوه نفر سره وي خو لیدونکي یې په سلهاو او زر هاو وي چي په نتیجه کې یې مقابل طرف ته داموقع هم په لاس ورشي چي دخپل نیش زهر ډیرو ته ور وشیندي او ستا له امله نیک خلک هم پري مسموم کړي او هم داسلامي شعایرو په باب عام ذهنیت له سپکو اصطلاحاتو سره عادي کړي، بل دا چي دداسي خلکو دهدایت لاري ته راتللو امید هم نه وي نو ولي باید وخت ورسره ضایع او حیثیت ورسره خراب شي؟

لسم: ډیر داسي څه وي چي امارت یې په اړه څه ویل نه غواړي او یا که څه وایې نو هغه دیوه مصلحت له مخي په ځنډ سره وایې مثلا ډیر وخت جهادي قومندانان داسلامي امارت مطبوعاتي مسئولینو ته خبر ور کړي چي موږ په فلاني ځای کي دښمن مصروفه ساتو دپرمختګ پلان نه لرویا نن شپه یا ورځ په فلاني ځای عملیات لرو هغه ځای ته داخلیږو او خپل دغه او هغه هدف ته ځان رسوو او بیرته چسپ راوځو، نو په داسي صورت کي چي مجاهدین خپل هدف ته ورسیږي داسلامي امارت ویندویان دا خبره نه کوي چي فلانۍ ولسوالۍ یا فلانی مرکز به فتحه شي او یا فتحه شو ځکه چي پوهیږي چې هلته تلل یو موقتي تکتیک وي چې بیرته مجاهدین ترې وځي او هلته دښمن بیرته ځان ښکاره کوي، بیا د مجاهدینو خبره دروغ ثابته وي او په لوی شکست یې تعبیروي او دمقابل لوري دجنګ قومندانان لوی لوی امتیازات پری اخلي، خو متاسفانه چي ډیر وخت یې په خواله رسنیو کي مخلص ملګري نشر کړي چي بیا وروسته ډیر تاوان وکړي نو له داسي خپل سرو نشراتو نه هم باید ملګري ځان وساتي او هغه څه ښه پسي بدرګه کړي چي رسما نشر شوي او د امارت پالیسي وي.

یوولسم: ټول مبارز او باهدفه مجاهدین ملګري باید خپل د خواله رسنیو نشرات ښه معیاري، د ادبیاتو له لحاظه پوره او سره همآهنګ کړي، تر څو په ښه انداز په مقابل جانب تأثیر ولري او د مجاهدینو قوت او اتفاق ثابت کړي.

دولسم: د سیاسي او نظامي نشراتو تر ځنګ باید مبارز ملګري علمي او اخلاقي شیان، لنډې مقالې، وجیزې، نصیحتونه او پندونه هم نشر کړي، او په دې برخه کې د مشهورو عالمانو ملګرو پیروي وکړي، نشرات یې تکثیر کړي، تر څو د کشرانو ملګرو لپاره په غیر مسقیم ډول روزنه وي او د اجتماعي اخلاقو په لوړتیا کې مؤثر ثابت شي.

دیارلسم: څرنګه چې په سر کې هم اشاره وشوه، دمجاهد لپاره لکه څرنګه چې یې مسلح جهاد خاص الهي دی همدا ډول یې باید نشرات هم د پاک نیت، اصلاح او نورو ته د خیر رسولو په روحیه وي، عجب، تکبر، ځان ښکاره کول او خپل ځان په نورو پوه او پوره ګڼل په کې نه وي، تر څو په مخاطبینو باندې مو یوه وړه مقاله، پوسټ او کمنټ هم ښه معنوي تأثیر ولري او مفید تمام شي.

والسلام

داسلامی امارت ویاند

تبصرې (1)

  • جزاکم الله تعالی خیرا : ګرانه مشره دسر په سترګو به یې ان شاء الله تعالی عملي کوو ، همداسي که تاسو راته کله ناکله ښې توصیې وکړئ ، ډیره ګټه به ترې پورته کړو ، او ځوانان به ان شاء الله په دې جهادکې نور هم تشویق شي ، دیرغلګرو اوګوډاګیانوپه خلاف به خپل قلمي جهاد ته نوره چټکتیا او چمتووالی وښایې ، ان شاء الله