افغانستان

فیضي: نیويارک ټایمز ورځپاڼه د امریکايي ځواکونو له لورې پر ملکي وژنو پرده اچوي

نن ټکی آسیا: د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د سیاه ګرد د پېښي د پلټنو او انځورونو د جعلي ثابتولو لپاره د نیویارک ټایمز ورځپاڼې وروستی راپور رد کړ او پر نوموړې ورځپاڼې یې نیوکه وکړه، چې ګواکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري د ملکیانو پر وژنو پرده اچوي.

ښاغلي فیضي له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سیاسي انګېزو پر بنسټ د خلکو او نړیوالو د مشکوکولو لپاره د سیاه ګرد د خونړۍ پېښي د قربانیانو د انځورونو د جعلي ثابتولو هڅه کړې.
د یادونې وړ ده چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون ادعا کړې وه، چې د عبدالستار خواصي په مشرۍ د سیاه ګرد د پېښي د څېړلو لپاره ټاکل شوي پلاوي پخواني انځورونه را غونډ کړي او په وینا یې، د سیاه ګرد پېښه هومره وحشتناکه وه، لکه چې معرفې شوې وه.
نیویارک ټایمز استدلال کړی و، چې دا انځورونه له پلټنو دوې ورځې وړاندې د طالبانو په رسمي ویب پاڼه (شهامت) کې هم خپاره شوي وو.
خو فیضي وویل ،چې د سیاه ګرد د پېښي شواهد او اسناد هېڅ کم نه دي، لږ تر لږه لس نور عکسونه او د شهیدانو او کورنیو ویډيويي کلیپونه اوس هم د دوی په لاس کې شته دي.

د یادونې وړ ده ، چې د کابل- واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پر سر د راپورته شویو ناندریو په لړ کې د اکثرو بهرنیو او غربي رسنیو سربېره ځينې کورنۍ رسنۍ هم ، چې د لویي څارنوالۍ د چارواکو په وینا بهرنیان یې تمویلوي، د ښاغلي کرزي د دریځ په خلاف په تبلیغاتو او ډول- ډول فشارونو لاس پورې کړی.

همدارنګه د شنبې پر ورځ له خبریالانو سره  د ولسمشر کرزي د تفصیلي خبرو هغه برخې هم په هېڅ غربي رسنۍ کې نه دي راغلي، چې دا تړون یې ډیورنډ او ګندومک تړونونو په څېر یو جبري او استعماري تړون بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x