افغانستان

هلمند: افغان ځواکونو په چاپه کې د یوې کورنۍ ۹ غړي ووژل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایت د مرکز اړوند باباجې په سیمه کې افغان ځواکونو عملیات ترسره کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژلي دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې په چاپه کې د ۲ ښځو، ۴ ماشومانو، یو اویا کلن سپین ږیري په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

له سیمې څخه د رارسیدلو راپورونو پر اساس د وژل شوو ملکي وګړو خپلوانو غوښتل چې د مړو جسدونه د اعتراض په دود لښکرګاه ښار ته نقل کړي خو پولیسو یې لار نیولې او بیرته خپلې سیمې ته لیږل شوي دي.

خو د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند محمد رسول ځاځی د افغان ځواکونو لخوا د یادو ملکي کسانو وژنه ردوي او زیاتوي چې ښايي د طالبانو په کوم ماین وژل شوي وي.

د سیمې اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې د چاپې پر مهال طالبانو په سیمه کې شتون نه درلود.

د محمد عیسی په نامه د یادې کورنۍ ګاونډي بي بي سي ته ویلي چې د شپې پر مهال دولتي ځواکونو غوښتل چې د طالبانو یو روغتیايي مرکز په بمونو له منځه یوسې، چې له امله یې یو بل کور هم والوځول شو او په کښي یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

په هلمند کې د سیمه اییزې ادارې ویاند عمر ځواک هم د ملکیانو مرګ ژوبله تایید کړې خو د شمېر په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د همدې پيښې په اړه ویل کېدل چې د ګریشک ولسوالۍ د مالګیر په سیمه کې را منځته شوې خو وروسته د هلمند چارواکو وویل چې پېښه په باباجي سیمه کې را منځته شوې چې دمرکز لښکرګاه اړوند سیمه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x