نړۍ

پاکستان وايي د افغانستان څخه څلور توغندي باندي وار شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۶ل): د پاکستاني رسنیو د راپور سره سم د افغانستان د پکتیا ولایت څخه پر کرمه ایجنسۍ باندي ۴ توغندي وار شوي خو ځاني تلفات یې نه دي اړولې.

د کرمه ایجنسۍ ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان له لوري ۴ میزایل «توغندي» وویشتل شول چې له امله یې کوم ځاني زیان نه دی اوښتی خو په سیمه کې یې خلک ویرولي دي.

د سرچینې په وینا یوه توغندۍ پر یوه دوکان ولګېدله چې له امله یې دوکان له منځه ولاړ، بله توغندۍ د یوه مسجد څنګ ته ولګېدله او دوه نوري په یوه هدېره کې ولګېدلې چې له امله یې یو ځای هم ځاني زیان نه دی اوښتی.

باید وویل شي چې په ورته توګه د پاکستان پوځ هم د افغانستان لوري ته وخت نا وخته توغندۍ ولې او په دې وروستیو اونیو کې داسي راپورونه هم خپاره شوي چې د پاکستاني الوتکو له لوري پر سرحدي سیمو بمباري هم شوي دي.

پاکستان تور لګوي چې د افغانستان او هندوستان استخبارات د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته وسلوال روزي او هغوی په پاکستان کې عملیاتو ته هڅوي خو افغانستان دا تورونه ردوي او په مقابل کې پاکستان د افغاني طالبانو په ملاتړ تورنه وي.

دواړو هیوادونو جګپوړو استازو په دې وروستیو کې په لوړه کچه په لندن کې غونډه تر سره کړه چې تر اوسه یې د پریکړو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو له دغه غونډې وروسته پاکستان د تورخم او سپین بولدک لاره د مسافرو او مهاجرینو پر مخ پرانیستله او په ورته وخت کې یې د باجوړ او کرمې ایجنسۍ په سیمه کې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار لګول پیل کړه چې د شنوونکو په وینا د یوې پټې معاملې په ترڅ کې د افغانستان حکومت تر ډیورنډ کرښې تېر شوی او دغه کرښه یې د پاکستان سره رسمي پوله منلې ده.

په دې وروستیو کې اجرائیه رئیس او د شمالي ټلوالې یو شمېر مخور د ډیورنډ کرښې په اړه په څرګندونو کې منلې چې دا کرښه د پاکستان سره رسمي پوله ده چې باید د بین المللې قوانینو په رڼا کې یې احترام وشي خو د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونو او د پارلمان غړو د یادو افغاني چارواکو ویناوي شرموونکې او خیانت بللې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x