
د پکتیکا د ملي امنیت مرستیال په یوه برید کې وژل شوی دی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۶ل): د پکتیکا ولایت د ملي امنیت مرستیال نن غرمه د وسلوالو په برید کې د خپل شپږ تنه ساتونکو سره یو ځای ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اریانا نیوز د راپور سره سم پر نوموړي د بند سرده سیمه کې وسلوالو برید کړی او هغه یې د شپږو ساتونګو په ګډون وژلی دی.
سرچینه زیاتوي چې وسلوال د ملي اردو په لباس کې وو.
بل خوا یو شمېر نورو سرچینو د برید او جګړې پخلی کړی او ویلي چې د ملي امنیت مرستیال هم دغه سیمې ته د عملیاتو ترسره کولو په موخه تللی وو، خو د نوموړي د وژل کېدو په اړه څه نه وايي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ دخوست ولایت په دومنده ولسوالۍ کې د سید خیلو د کمپاین جګپوړی پوځي قومندان «سردار منګل» هم وژل شوی وو.
نوموړی چې د ضربتي ځواکونو قومندان هم وو، په سیمه کې په خپل قوت او د ولسي وګړو سره د سخت چلند له امله پيژندل کیدی.