
هرات کې د طالبانو نفوذي پولیس خپل پنځه ملګري وژلي
نن ټکی آسیا: د هرات ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي،چې د دغه ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې د طالبانو یوه نفوذي پولیس خپل نور پنځه پولیس ملګري وژلي او دی هم روغ-رمټ په تېښته بریالی شوی.
د هرات د امنیه قومندانۍ یوه چارواکي وویل، چې دا پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه،چې د کشک کهنه ولسوالۍ په یوه پوسته کې پر پیره ولاړ یوه پولیس د خپل ټوپک شپېلۍ پر خپلو ملګرو خلاصه کړه او ځای پر ځای یې پنځه پولیس ووژل.
د سرچینې په خبره،د طالبانو دا نفوذي پولیس پر خپلې وسلې سربېره د وژل شویو پولیسو وسلې او یو شمېر نور مهمات هم له ځان سره وړي دي.
طالبانو د دې پېښي په باب تر دې مهاله څه نه دي ویلي. خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي پرون له یادې سیمې په یو بل خبر کې ویلي ول، چې د کشک کهنه ولسوالۍ پر ودانۍ او ګڼو نورو پوستو باندې د اوه ساعته جګړې په ترڅ کې یې د ګڼو پولیسو سربېره د اربکیانو دوه مهم قوماندانان ووژل او په دې جګړه کې يې خپل دوه ملګري هم له لاسه ورکړي.