د نن سرلیکنه

د طالبانو موازي حکومت

نن ټکی اسيا- سرليکنه
وروسته تر دې چې طالبانو د شمال په تخار او کندوز ولایتونو کې هټۍ والو ته د خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول لپاره نرخنامې تعین او په ځینو سیمو کې یې د لیږدوونکو وسائطو لپاره معینې کرایې وټاکلې دا دی اوس یې د زابل او پکتیکا په ولایتونو کې د ګمرکي محصولاتو د ترلاسه کولو لپاره ګمرکې نقطې هم جوړې کړي دي.

په جنوب او شمال سر بیره په لودیځه حوزه کې هم طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمه په تیره هلمند ولایت کې د بریښنا دولتي محصولات ټولوي.

د سلام وطندار رسنۍ د رپوټ په حواله د هلمند د بریښنا ریاست کار کوونکي وايي چې د هلمند له ۳۶ میګاواټه بریښنا څخه یوازې ۶ میګاواټه هلمند لښکرګاه ښارته او ۱۲ میګاواټه کندهار ته ځي چې عواید یې دولت ټولوي د پاتې نورې ټولې بریښنا محصول طالبان ټولوي.

د هلمند ولایتي شوری مرسیتال عبد المجيد اخند زاده هم اعتراف کوي چې د شمالی ولسوالیو کجکي، زمینداور، موسی
کلا او سنګین ولسوالیو د بریښنا ټول محصول چی شاوخوا ۶ زره لکه پاکستاني روپئ کیږي طالبان ټولوي.

پر دولتي محصولاتو سربیره د هیواد په کچه ټول بهرني شرکتونه کوم چې په افغانستان کې فعالیت کوي د دولت ترڅنګ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د خپلو تأسیساتو د خوندیتوب لپاره طالبانو ته هم مساوي ټکس او تأمینات ورکوي.

همدا راز خپله د دولتي چارواکو په اعتراف ولسي خلګ د خپلو حقوقي او شخصي منازعاتو د حل او فصل لپاره د دولتي عدلي او قضايي ارګانونو په ځای د طالبانو محاکمو ته ډیره مراجعه کوي، ځکه هغوی یې هم اړوند کارونه ژرخلاصوي او هم تري رشوت نه اخلي.

د هلمند د بریښنا له محصولاتو نیولې په زابل او پکتیکا کې د ګمرکي نقطو تر جوړولو، په شمال کې د نقلیه وسائطو او هټيو لپاره د کرایو او نرخنامو ټاکلو، له بهرنیو شرکتونو څخه د ټیکس او محصولاتو اخیستلو او د دولتي عدلي ارګانونو په مقابل کې د مساوي قضايي محاکمو تأسیسول ټول د ملي یووالي حکومت په مقابل کې د طالبانو د یوه قوي موازي حکومت جوړلو په معنا دي.

د امریکا د تحت الحمایه حکومت په مقابل کې د طالبانو دغه موازي حکومت ورځ تر بلې په داسې حال کې قوي کیږي چې امریکایانو یې د له منځه وړلو لپاره په تیرو ۱۶ کلونو کې هیڅ هم دریغ نه کړل .

تر دې وروسته امریکایانو ته په کار دي چې په افغانستان کې د جنګي پلانونو د غزولو په ځای دلته پرشته واقعیتونو اعتراف وکړي او مزید د افغانستان د ویشلو او تباه کولو هڅې ونه کړي.

ځکه دلته یو مسلط ، مستحکم او د ټولو افغانانو په خوښه جوړشوی حکومت هغه څه دی چې کولای شي د افغانستان ترڅنګ د
سیمې او نړۍ په ثبات کې تر متعدد او ویشل شویو بیواکه حکومتونو ډیرموثریت ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x