شعـــــرونه

نظم/ محمد علي عمري

محمد علي عمري

ستر عالم چي په نامه اشرف علي وو
هم مشهوره په حضرت تهانوي وو

مفسر او محدث په هندوستان کې
منل سوی هم په پاک هم په افغان کې

مصنف د ډيرو سترو کتابو وو
کامل پیر هم دديوبند دسلسلو وو

دحکيم الامت نوم ورته ياديږي
اهل علم همېشه باندي وياړيږي

يو سړي ورته ويل چي اې حضرته
کړه حقوق دهمسايه ماته جوته

ستر حکيم ددې امت ورته ګويان سو
داسړی ورته سم دم هک حيران سو

حکيم وويل کوم درته خبره
ډيره لنډه خو په وزن کې ده ستره

که څنګلوری دې کافردومره غريب وي
چي له لوږې شي ويده مرګ ته قريب وي

په هغه باندې خبر نکړې ته ځان
وويرېږه پردې خپل شيرين ايمان

محمدعلي عمري

مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x