ورزش

نبي او راشدخان له سن رایز حیدراباد سره یوځای شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه وتلي لوبغاړي محمد نبي او راشد خان د سن رایز حیدراباد لوبډلې سره یوځای شول.

محمد نبي او راشد ارمان د هند غوره لیګ سیالیو یا آی پي ایل کې د سن رایز حیدراباد لوبډلې لخوا اخېستل شوي دي.

سن ریز حیدراباد په خپلې رسمي ټويټر وېبپاڼې د محمد نبي عکس خپور کړی او په کې یې لیکلي چې بالاخره لومړنی افغان چې د ۲۰۱۷ آی پي ایل په بولۍ کې اخېستل شوی و، را ورسېد. «محمد نبي د نارنج ځواک ته ښه راغلاست».


پر دې سربېره راشد ارمان هم له حیدراباد لوبډلې سره یوځای شوی دی. دغې لوبډلې په ټویټر لیکلي: «هغه وخت را ورسېد چې تاسو ټولو يې انتظار کاوه. راشد خان د نارنج ځواک سره یوځای شو».


حیدراباد لوبډلې راشدخان د ګوګلي خان لقب هم ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې د IPL په بولۍ کې حیدراباد لوبډلې راشد ارمان په ۴۰ میلیونه او محمدنبي په ۳ میلیونه هندۍ روپيو واخېستلو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close