پاکستان د ویسټ انډیز څخه د شل اوریزو سیریز وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۶ل): تېره شپه ناوخته د ویسټ انډیز او پاکستان تر منځ وروستی او څلورمه شل اوریزه لوبه تر سره شوه چې پاکستان په اوه وکټو وګټله.

ددې تر مخه پاکستان دوه او ویسټ انډیز یوه لوبه ګټلې وه.

د پاکستان لوبډلې کپتان سرفراز د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ویسټ انډیز لوبډلې په شل اورونو کې ۱۲۴ منډې جوړې کړې او ۸ لوبغاړي یې وسوځېدل چې په هغو کې «والټن ۴۰، کپتان برات وایټ ۳۷ او سامویل ۲۲» منډې جوړي کړې، پاته لوبغاړو کې یو هم ونه توانېد چې تر لسو منډو زیاتې منډې جوړي کړي.

د پاکستان په بالرانو کې حسن علي او شاداب خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول، عماد وسیم، رئیس او وهاب ریاض یو یو لوبغاړی وسوځوی.

د ۱۲۵ هدف تر لاسه کولو لپاره پاکستان لوبډلې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکړه او په هغو کې احمد شهزاد ۵۳، بابر اعظم ۳۸ او کامران اکمل ۲۰ منډې جوړي کړې، شعیب ملک ۹ او سرفراز په ۳ منډو ناسوځېدلې پاته شوه.

د لوبې غوره لوبغاړی حسن علي ونومول شو چاچې په څلورو اورونو کې یوازي ۱۲ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

او د څلور لوبو په دې سیریز کې شاداب خان غوره لوبغاړی ونومول شو څوک چې په لومړیو دوه لوبو کې غوره لوبغاړی نومول شوی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د