نړۍ

د افغان سولې په اړه د پاکستان فارمولا، د پاکستان سفیر په واشنګټن کې وړاندې کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۶ل): د پاکستاني رسنیو په قول د افغانستان سولې په اړه پاکستان خپله فارمولا په واشنګټن کې د امریکایانو مخته کښېښودله.

د ډان نیوز د راپور سره سم د امریکا دفاع وزارت د تیرې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ددوی ۲۲۴۸ پوځیان په افغانستان کې وژل شوي او ۴۵۲۰ تنه یې په عراق کې وژل شوي، د امریکا د نوي ادارې او ټرمپ لپاره د اندېښنې خبره ده، څوک چې غواړي په جګړه کې د امریکايي ځواکونو تلفات کم کړي او د افغانستان – پاکستان سیمې لپاره نوې ستراتیژې ترتیب کړي.

د ورځپاڼې په وینا د امریکا نوې اداره پوهیږي چې په جګړه کې پرمختګ نه شي کولای، ځکه یې د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې امریکا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ روغه جوړه خپل هدف ګرځولی.

ورځپاڼه وايي چې پاکستان له همدې ځایه په استفادې غواړي چې امریکا ته واضحه کړې چې دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې رغنده رول لوبولای شي، ځکه یې په واشنګټن کې د خپل سفیر له لاري پنځه ټکې فارمولا وړاندي کړه.

۱- په جګړه هیڅ نه تر لاسه کیږي.

۲- د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې باید ورغول شي.

۳- د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې اداره باید سمه شي.

۴- افغان مهاجرین باید خپل هیواد ته ستانه شي.

۵- د سولې پروسه باید پر مخ ولاړه شي.

د پاکستان سفیر اعتزاز چودرې دغه خبرې په واشنګټن کې د امریکا د سولې په یوه انسټیټیوټ کې کړي او ویلي چې ټوله لوبغاړي باید پر خپلو مهارتونو اعتماد ولري او یوازي خبرې دغه مسله حل کولای شي جګړه نه.

نوموړي پر افغانستان حکومت تور پوري کړ چې خپل ټول ور پېښ مسایل اسانه توجیه کوي او تور پر پاکستان لګوي.

اعتزاز چودرې ویلې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ پوله په لسګونو کاله بې اداره پاته شوی، او افغانستان پر پاکستان تور پوري کوي چې له پولې بلې غاړې ورته وسلوال لیږي، په داسي حال کې چې پاکستان هم ورته تور پر افغان حکومت پوري کوي، ځکه نو د سرحدونو سمه اداره کولای شي چې دغه ستونزه هواره کړي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په شمول څلور اړخیزه غونډې یو ښه پرمختګ وو، خو د ټاکل شوي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغلی، باید دغه سي د سولې او بیا رغونې پروسه دوام پیدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x