افغانستان

د ازادو او عادلانه ټولټاکنو بنسټ (فیفا) وایي: باید د ښځینه نوماندانوامنیت تامین شي.

دغه بنسټ په خپل راپور کې وايي چې ولایتي شوراګانو ته ولاړې ښځینه نوماندانې د نوم ثبتونې پر مهال هم له ډېرو تهدیدونو سره مخ وي. دوی اندېښمن دي، چې ممکن د ټولټاکنو پروخت هم د دوی حق تلف شي.
د فیفا بنسټ مسوولينو د تېر ميلادي کال د اکتوبر له یووشتمې تر ډسمبر د هېواد په څلوردېرشو ولایتونو کې سیاسي حقونو ته د ښځو د لاس رسي اړوند ارزيابي کړې ده. چې په درې سوه څلوردېرش (۳۳۴) نوماندوانو کې يې له دوه سوه دوه اویا(۲۷۲) نه پوښتنه کړې ده.
د دوی په خبره یادې نوماندانې، د وسله والو مخالفینو،قومي مشرانو او علما کرامو له بېلابېلو چلندونو سره مخ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x