افغانستان

اكرم خپلواک د سولې عالې شورا مشر وټاکل شو او د حزب زندانیان خوشې کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۶ل): د ولسمشر مانۍ د ویاند دفتر سرپرست حسین مرتضوي تېره ورځ په یوه خبرې غونډه کې وویل چې د سولې عالي شورا د دار الانشاء د مشر په توګه اکرم خپلواک وټاکل شو او زیاته یې کړه چې په راتلونکو دوه اونیو کې به د حزب اسلامي یو شمېر بندیان خوشي شي.

اکرم خپلواک ددې تر مخه په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازي وو، خو اوس به ددې دندې سربېره د سولې عالي شورا د اجرائوي مشر په توګه دنده هم پر مخ وړي.

نوموړي وویل چې اوس به اکرم خپلواک د دار الانشاء د مشر په حیث د کابینې او ملي امنیت شورا په غونډو کې ګډون کوي، د شورا په مالي او تخنیکې چارو کې به دخیل وي، د حزب اسلامي سره به د سولې هوکړه لیک تعقیبوي، د سولې اړوند فعالیتونه به همغږي کوي، د سولې خبرو لپاره به تخنیکي، مالي او ادارې چاري پر مخ وړي او همداسي به د سولې د پروسې سره د وسلوالو د ادغام پروګرام مسؤولیت په غاړه لري.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې اروپايي اتحادیې او امریکا د سولې پر شورا باندي د بودیجې بندولو خبر ورکړ خو د مرتضوي په وینا اوس هم د ددغه شورا لپاره مالي سرچینې شته او نوي ټاکنې به دغه شورا په خوځښت راولي او ظرفیت به یې لوړ شي.

مرتضوي وویل چې د حزب اسلامي سره د سولې په اړه حکومت خپل مسؤولیت ادا کړی او اوس « مونږ د حکمتیار د راتګ په اړه د حزب اسلامي اعلان ته په انتظار یو».

نوموړي وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د حزب اسلامي یو شمېر غړي ازاد شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلطان صالحی له قزوینه سخه

دگدی اندیوالی ملی زعیم بیا دملی غلو لپاره ده دیری زیات مرستی غوشتنه وه کره ملی زعیم په دیره عاجزی اواحترام سره دصلیب اومجوس یانو دمقبرو تقدیروه کری چه دملی زعیم مظلومان ئ په سروینو کشی لت اوفت کری وه دزمکی اوهوا له لاری اوبیای ده مجوس اویهود اونصارو سخه ده ملی غلو لپاره ده دیری مرستی غوشتنه وکره چه داملی غله خپلی نوری زیاتی پانگونی پری کری لژنمو نه په داخل کشی ده پاره دکوچنیو غلو اونوری تولی په خارج په خارج کشی.په داخل کشی دا کوچنی غله دصلیب اوسهیونیت بادارا ن.ددغه مظلواوبیچاره ملت دوینو تویوه لولپاره زه که… نور لوستل »

pattang

اکرم خپلواک د طالبانو له پرځولو وروسته د سې ای اې مهم سړی شه ان په اولو شپو کې امریکایانو په شهرنو کې په ۵۰۰۰۰ ډالر دکال یو تعمیر ورته کرایه کړی وو او ټول هغه رزیلان چې پښتو پښتو پښتانه به یې یادول ټول پرې راغونډ شوي وو چې له هغې لارې به یې له قومې خلکو سره د اشغالګرو درحمت خبرې طرحه کولې او دالر به یې وېشل !!
د ستر ګو لیدلی حال !!

دوی به خپله جزا ویني !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x