شاولیکوټ: دولتي ځواکونو په چاپه کې مالي زیانونه اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۶ل): د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې تېره شپه د دولتي ځواکونو په چاپه کې ملکي خلکو ته مالي زیانونه اوښتې دي.

دسیمي څخه عیني شاهدانو نن ټکی اسیا ته وویل چې تېره شپه نهه بجې شاوخوا دولتي ځواکونو د چورلکو په واسطه د چینارتو پر بازار چاپه واچوله، چې په ترڅ کې کوم چاته ځاني زیان نه دی اوښتی خو مالي زیانونه اوښتي دي.

دوی زیاته کړه چې د چاپې پر مهال دولتي ځواکونو دوه دوکانونه، یو د تیلو پمپ، د بازار په مسجد کې د ملا امام موټر، او په مستري خانو کې ولاړ ګڼ شمېر موټر سایکلان وسوځول او بیرته ولاړل.

د سیمي څخه یوه بل عیني شاهد او په پېښه کې زیانمن کس د خپل نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې د شاولیکوټ په هغو سیمو کې دولتي ځواکونه چاپې نه وهي چیري چې طالبان اوسیږي، دوی هغه ځایونه په نښه کوي چیري چې ولسي وګړي اوسیږي او یا د خپلو اولادونو لپاره روزي پیدا کوي، او غواړي په دغه توګه د خپلو تلفاتو انتقام د ملکي وګړو څخه واخلي.

باید وویل شي چې وړمه شپه د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ په مالګیر سیمه کې هم د دولتي ځواکونو په یوه چاپه کې د یوه کور څلور ماشومان، دوه ښځې او درې نارینه چې د یوه عمر یې تر اویا کالو اوښتی وو، ووژل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د