نظــر

امریکایی اشغال تداوم او روسي اشغال فلج کیدلو عمده عاملونه

جمال قاسمي
د امریکایي اشغال تداوم او د روسي اشغال د فلج کیدلو عمده عاملونه:

د ځمکې پر مخ د استعماري قوتونو سترې قافلې تیرې شوي، چې هر یو به د خپلې مفکورې او تګلارې له مخې حرکت کاوه او همدا به یې د راج چلولو وسیله ګرځٶله.

روسانو هم، پخپلې پرمختللې ټیکنالوژۍ باندې تکیه کٶله او د استکبار وزرې یې خورې کړې او په نړۍ باندې د راج چلولو عملي میدان ته راښکته شوه.

روسانو له ځان سره په هره تګلاره کې ډیرې نیمګړتیاوې درلودلی؛ خو په جنګي تګلاره کې یې له پیله د ناکامۍ په درشل پل کیښود.

کمونیستي نظام د مسلمانانو د زغم لپاره داسې وو لکه د زهرو غړپ هیڅکله اسلامي هیوادونو ته د منلو وړ نه وو.

کمونیستي نظام له پخوا څخه او هم افغانستان ته د راتګ پر مهال، له ټولو اسلامي هیوادونو سره حساسیت درلود او هم اسلامي هیوادونو د ځان لپاره خطر ګاڼه او روسانو په یو وار ټول اسلامي هیوادونه تر ګواښ لاندې راوستل، چې همدا یې د اشغال د فلج کیدلو یو عامل هم وه.

بله دا چې: روسانو په اسلامي هیوادونو کې هیڅ محبوبیت نه درلود او نه یې هلته خپل نفوذ پیدا کړ، په روسانو کې هغه خاصیت، چې د اشغال د تداوم او د خلکو په راماتٶلو کې، تر ټولو مهمه دى، هغه امتیاز ورکول وو!

د روسانو سره دا هنر نه وو؛ خو امریکایانو مخکې له استعماره هغه څه وکړل، چې د راج چلولو لپاره یې ګټور ثابت شول.
امریکایانو مخکې له استعماره اسلامي هیوادونه په غربي ډیموکراسۍ ونازٶل او بیا یې پکې فکري غلامان وروزل او هم یی مذهبي علماء د خپلې صفایۍ لپاره ښه تربیه کړل، تر څو په قرآنکریم کې جهادي آیتونه تحریف کړي او بیا همدغو علماوو ډیموکراسۍ ته د انسانیت ژغورنې لقب ورکړ او هم یی د ځوانانو په روزلو کې ستر رول اداء کړ.

یو بل عمده عامل د امریکایانو د اشغال د تداوم دا وو چې: د امتیازاتو په عوض کې یې د اسلامي هیوادونو مشران او مذهبي علماوو فکرونه یې د ډیموکراسۍ تر نامه لاندې فلج کړل.

بالآخره، د همدغو مذهبي علماوو په وسيله، غربي ډیموکراسۍ په اسلامي هیوادونو کې خپل نفوذ پیدا کړ او هم یې محبوبیت تر لاسه کړ او بله دا چې ټول اسلامي هیوادونه یې یو دم تر ګواښ لاندې رانه وست بلکې د اکثریتو اسلامي هیوادونو په مرسته یې ځیني اسلامي هیوادونه وځپل.

غربي ډیموکراسۍ د وحشتونو په پټولو کې، د امتیازاتو په بدل کې، د خلکو خولو ته قلف ور واچوه، چې دا یې هم د اشغال د تداوم او په اسلامي هیوادونو کې د مداخلې باعث وکرځید.

په دغه پالیسۍ کې یې هغه شعاریان هم چپ کړل، چې پرون یې د اندلس او هسپانيې د نیٶلو لاپې کولې؛ خو امریکایانو د امتیازاتو په عوض کې د دوى اصلي څهرې روښانه کړلې او هغه عرب، چې پرون یې د روس مخه په افغانستان کې نیوله، هغوى نن هم د اسلامي هیوادونو په تباه کٶلو او مستعمره کٶلو کې له امریکایانو سره څنګ په څنګ روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو حلیمة

جمال قاسمي
دامنم سی یوه اندازه حقایق د په لیک کی ځای کړی، ولی داهم یو حقیقت ده سی داهرڅه د د یوه ناولی هدف لپاره کړی، هغه دا، سی اسلامی علماء بدنام او تهمت اورباندی او لګولای سی، نن هم، او پرون هم، همدغه علماء وو، او ویبه، سی د هر متجاوز په مقابل دریدلی، او ولاړ دی، اوس ملت نور نه غولیګی خپل دوست اودښمن ښه پیژنی، او له هر یوه سره به، مناسب عکس العمل، په مناسب وخت کی اوکړی، ان شاءالله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x